پېښور کې ځانمرګي بريد څلور پوليس ووژل

بريد
Image caption له تېرو څو مياشتو راهيسې کله چې پاکستان د اورپکو پرضد عمليات پيل کړی، په بېلابېلو بريدونو کې سلګونه کسان وژل شوي.

د پاکستان پېښور پر يوې امنيتي پوستې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې لږ ترلږه څلور پوليس وژل شوي او د ولسي وګړو په ګډون لس تنه نور پکې ټپيان دي.

پوليس وايي بريد مومندو ايجنسۍ ته څېره د پيربالا په سيمه کې د يوې امنیتي پوستې بهر شوی دی .

پوليسو ويلي ځانمرګي بريد کوونکي په ګاډي کې نژدې دوه سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي ول، چې د پوليسو له يوه ګاډي سره يې وجنګاوه .

پېښور کې د پوليسو يوه مشر لياقت خان ويلي بريد يوشمېر ودانيو ته هم زيان اړولی، او په وينا يې په ټپيانو کې څلور تنه ولسي وګړي دي.

تېره ورځ د پاکستان پوځ ادعا کړې وه، چې په اورکزو قبايلي سيمه کې يې اته وسله وال وژلي.

يوه سيمه ييز چارواکي ويلي وو چې په اورکزو کې هوايي بريد پنځه شکمن وسله والو ووژل او پنځه نور بيا د دغې سيمې په "فيروزخېلو" سيمه کې ژوندي نيول شوي دي.

ويل کېږي په مومندو ايجسنۍ کې د القاعدې او سخت دريځو طالبانو جنګيالي فعالیت کوي.

مومند ايجنسۍ له افغانستان سره ګډه پوله لري.

که څه هم د دغه بريد پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې، خو پاکستان کې د يوشمېر مخکنيو بريدونو مسؤوليت وسله والو طالبانو منلی دی.

له تېرو څو مياشتو راهيسې کله چې پاکستان د اورپکو پرضد عمليات پيل کړی، په بېلابېلو بريدونو کې سلګونه کسان وژل شوي.

پېښور هم د دې ډول بريدونو شاهد و .

ورته مطالب