هند خپله ديپلوماته پاکستان ته د جاسوسي په تور ونيوله

بيرغونه
Image caption د هنمد و پاکستان مشران به په بوټان کې د سارک د سرمشريزې په ترڅ کې سره ويني

په اسلام اباد کې د هند سفارت خپله يوه ديپلوماته مادهوري گوپتا په دې تور نيولې ده چې گواکې پاکستان ته يې جاسوسي کوله .

دري پنځوس کلنه مادهوري گوپتا په اسلام اباد کې د هند د سفارت دويمه سکرتره وه او د رسنيو او معلوماتو په برخه کې يې کار کاوۀ .

مادهوري هغه وخت ونيول شوه چې ډيلي ته په کاري سفر تللې وه .

چارواکي وايي دې د پاکستان اى ايس اى ته پټ اسناد سپارلي و .

د پاکستان له لورې لا سم لاسي څه نه دي ويل شوي .

د هند د بهرنيو چارو د وزارت يوۀ وياند ويشنو پرکاس وايي د ميرمن گوپتا د کار او له پاکستان سره د هغې د همکارۍ په باب پلټنه پيل شوې ده .

دى وايي تر اوسه يو شمير پلټنې شوي او ځينې پوښتنې هم له نيول شوې ميرمنې څخه شوې دي .

د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند وايي دوى په دې باور دي چې په اسلام اباد کې د هند د سفارت کوم کارکوونکي پاکستانيانو ته معلومات ورکول .

د هند خبري اژانس پريس ټرست اف انډيا د ځينو سرچينو له خولې ليکي چې ميرمن گوپتا څلور ورځې وړاندې نيول شوې وه .

دې ته ويل شوي و چې په بوټان کې د سارک د سرمشريزې په باب پر ځينو معلوماتو ورسره خبرې کيږي او بايد ډيلي ته ورشي .

مادهوري گوپتا د دوشنبه په ورځ يوې محکمې ته وړاندې شوه او محکمې دا پنځو نورو ورځو لپاره هم پوليسو ته وسپارله چې پلټنې وکړي .

ميرمن گوپتا له تيرو درو کلونو څخه په اسلام اباد کې کار کاوۀ.

د هند خبري اژانس وايي په اسلام اباد کې د هند د استخباراتو د څانگې له ريس څخه هم پوښتنې گروېږنې پيل شوي دي .

د پاکستان او هند ترمنځ د دواړو هيوادونو د خپلواکۍ له هغه پيله لا اړيکي ښې نه وې او تر اوسه يې درې ځله جگړه هم کړې ده .