د عراق په زندانونو کې د تېريو ادعا شوې ده

زندان
Image caption عراقي حکومت دغه ادعاوې چې توقيف ځايونه لري رد کړي دي

يو برتانوى وگړى چې په عراق کې نيول شوى و، وايي چې خورا سخت کړول شوى او ځورول شوى دى. بي بي سي اوس دا خبر په ډاگه کوي. دغه کس د برتانيا او عراق دواړو تابعيت لري او د تېرې ليندۍ ياقوس په مياشت کې نيول شوى و.

دى تر دې وروستيو پورې د بغداد په کوم پټ توقيفځاى کې ساتل کېده چې بيا يوه بل جلا زندان ته ولېږدول شو. له همدغه ځايه ده د بشري څار امريکا مېشتې ډلې – هويمان رايټز واچ ته خپله کيسه کړېده.

دغه 68 کلن سړی چې موږ يې نوم ځکه نشو ښودلای چې بدې پايلې ورته ونه لري ، وايي له برتانيا نه عراق ته د خپل زوی په لټه پسې تللی وه

دی تير کال د دسمبر د مياشتې په لومړيو کې نيول شوی او د بغداد يوه پټ زندان ته ليږدول شوی وه

هغه وايي هلته تر څلورو سوو نه ډيرو بنديانو سره په مياشتوسخت ربړول شوی دی. نوموړي د بشري حقونو د څار ډلې ته ويلي چې بد وهل شوی، جنسي تيری پرې شوی او برقي شارټونه وړکړل شوي دي

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي هغه اوورسره نور بنديان د ترهګر ۍ په ملاتړ او مرسته تورن ګڼل شوي وه، خو يو يې هم رسمآ تورن شوی نه دی.

بي بي سي له يو شمير هغو سړو سره چې له همدغه زندان نه را خلاص شوي وه خبري کړي او ټولو ورته کيسې کولې

دغه توقيف ځای اوس تړل شوی دی.

عراقي حکومت دغه ادعاوې چې توقيف ځايونه لري او په زندانونو کې يې د بنديانو ځورول عام دي ، رد کړي دي.

خو د بشري حقونو د څار ټولنې دغه شواهد باوري او منتقي بللي دي او ويلي دي چې ربړول په کې دي او سمبال شوی بڼه لري

د برتانيا سفارت په يوه وينا کې ويلي چې دوی په دې خبر وه چې يو عراقي الاصله برتانوى هلته بندي دی او په زندان کې ورسره کتنه شوې او د سلا مشورې په برخه کې ور سره مرسته کيږي.

ورته مطالب