ګيتس:'سوريه او ايران حزب الله ته پر مختللي توغندي ورکوي'

ګېټس او ايهود بارک
Image caption د اسراييلو ددفاع وزير وويل چې پر حالاتو خپل نظر ساتي، خو د خبرو پر دوام يې وويل چې هيواد يې د لانجې د ټوکولو هوډ نه لري.

د امريکا د دفاع وزير رابرټ گيټس پر ايران او سوريې تور ولگاوه چې د لبنان حزب الله ډلې ته ورځ تر بلې لا پرمختللي توغندي چمتو کوي.

ښاغلي گيټس له خپل اسراييلي انډول ايهود باره ک سره يوه گډ خبري کنفرانس ته وينا کوله. اسراييلي وزير وويل چې ايران ته دې له خپل اټومي پروگرام نه د لاس اخيستو لپاره خورا ډېر وخت نه ورکول کېږي.

له واشنگټن نه کېم غطاس رپوټ راکوي:

رابرټ گيټس لومړنى امريکايي جگپوړى چارواکى دى چې په ډاگه وايي د حزب الله ډله په زياتېدونکي ډول پرمختللې وسلې تر لاسه کوي. گڼو امريکايي چارواکو په دې وروستيو کې ورته ويناوې کړې وې، خو هغه خصوصي وې.

د امريکا د دفاع وزير د پړې گوته مخامخ سوريې او ايران ته ونيوله:

"سوريه او ايران حزب الله ته داسې توغندي او ميزاييل چمتو کوي چې وړتيا يې تر هر بل وخت پراخه شوې ده. او دا دى هسې يوه پړاو ته رسېدلي يو چې حزب الله اوس هومره توغندي او ميزاييل لري چې د نړۍ له ډېرو حکومتو سره نشته. دا کار په ډاگه دغه ټوله سيمه څپ څپانده کوي او موږ ورته خورا ځير يو".

Image caption ايران ښايي اټومي وسلې ته ځان ورسوي او دا به د هغه په وينا د منځني ختيځ او تر هغه ور هاخوا سيمو انځور بشپړ واړوي.

اسراييلو پر سوريې تور ولگاوه چې حزب الله ته يې د سکاډ بالستيک توغندي چمتو کړي، خو دا ځانگړى تور يوه امريکايي چارواکي هم نه دى تاييد کړى.

د اسراييلو ددفاع وزير وويل چې پر حالاتو خپل نظر ساتي، خو د خبرو پر دوام يې وويل چې هيواد يې د لانجې د ټوکولو هوډ نه لري.

ايهود باره ک دا هم وويل چې که نړيواله ټولنه ايران ته ډېر وخت ورکړي.

ايران ښايي اټومي وسلې ته ځان ورسوي او دا به د هغه په وينا د منځني ختيځ او تر هغه ور هاخوا سيمو انځور بشپړ واړوي.