کلينټن: حزب الله ته وسلې ورکول نوې جګړې ته لاره هواروي

اغلې کلينټن
Image caption تر مېرمن کلينټن مخکې د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس هم پر سوريه او ايران ورته تور پورې کړی و.

امريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن سوريه وګواښله چې بايد حزب الله او حماس ته وسلې ور نه کړي.

نوموړې د امريکايي يهودانو يوې کمېټې ته د وينا پر مهال وويل د سوريې له لوري د لبنان په سوېل او غزې تړانګه کې وسلوالو ته د توغندويو په ګډون ډول ډول وسلې ورکول په منځني ختيز کې نويو جګړو ته لاره هواروي .

دغه راز هغې وويل چې دايران له لوري د اټومي وسلو تر لاسه کول هم د منځني ختيز سولې او ټکاو ته ګواښ دی .

اغلې کلينټن زياته کړه حزب الله ته د وسلو په ځانګړي ډول د اوږده واټن ويشتونکو توغنديو ورکول د اسرايلو امنيت له ګواښ سره مخامخ کوي (( او په ټوله کې د سيمې ټکاو هم څپڅپانده کولای شي )) .

دغه راز نوموړې زياته کړه چې له دې کار سره د ملګرو ملتونو له هغه تړونه سرغړونه کېږي چې له مخې يې بايد لبنان ته وسله وا نه ستول شي .

دامريکا سوريه او ايران تورنوي چې د لبنان شيعه ډلې حزب الله ته پرمختلي بمونه او توغندي ورکوي .

تر دې وړاندې د اسرايلو ولسمشر شيمون پيريس پر سوريه تور پورې کړی و چې حزب الله ته سکاډ توغندي ورکوي خو هغه مهال امريکايي چارواکو ويلي و، دوی ته داسې معلومات نشته چې وښيي سوريې حزب الله دغه توغندي ورکړي دي .

مېرمن کلينټن له عربي هېوادونو څخه يو ځل بيا وغوښتل چې د اسرايلو او فلسطينيانو تر منځ د سولې د بهير لپاره خپلې هڅې پياوړې او ګړندۍ کړي .