د لاهور ستره محکمه د ملابرادر پر دوسيه غور پيلوي

په پاکستان کې نيول شوي طالبان
Image caption ملادر په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې دنيول شويو افغان طالبانو په منځ کې د امريکا لپاره تر ټولو مهم کس يادېږي.

په پام کې ده چې د پاکستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په کراچۍ کې د طالبانو د نيول شوي مرستيال مشر ملاعبدالغني برادر په اړه د لاهور سترې محکمې ته يو ريپوټ وسپاري .

د پاکستان حکومت د تېر اپريل پر ديارلسمه د دغه ريپوټ دسپارلو ژمنه کړې وه .

دغه ريپوټ د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د هغو مخکنيو ادعا په اړه دی چې ويلي يې و ګنې ملابرادر او نور طالب مشران نه دی نيول شوی .

دغه ادعاوې د اپريل پر ديارلسمه د لاهور په عالي محکمه کې د يوې استماعيه غونډې پر مهال ددفاع او کورنيو چارو وزارتونو استازې کړې وې .

د ملابرادر د نيول کېدو خبره يوازې پوځ په يوه وړه ويناپاڼه کې منلې چې وايي امريکايي او پاکستاني اجنټانو ترې په ګډه پوښتنې ګروېږنې کړې او ادعا کوي چې ځينې رازونه يې هم ترې موندلي دي .

د انګېرنو له مخې د پاکستاني چارواکو انکار د دغه هېواد داستخباراتي ادارې ای ايس ای د کړنلارې يوه برخه ګڼل کېږي او دا په دې چې د پاکستان استخباراتي اداره تر ډېره د هغو پېښو په اړه څه نه وايي چې دغه اداره پکې ښکېله وي .

د ريپوټونو له مخې ملابرادر د پاکستان د سيند ايالت د سوداګريز مرکز کراچۍ په يوه مدرسه کې د امريکايي او پاکستاني اجنټانو په يوه ګډه چاپه کې نيول شوی و .

دده تر نيولو وروسته دپاکستان د استخباراتو يوه غړي خالد خواجه د لاهور محکمې ته عريضه ورکړه چې پکې نه يوازې د ملابرادر د نيولو خبره شوې وه بلکې له محکمې يې د هغه د پرېښودو غوښتنه هم کړې وه.

خالد خواجه څو ورځې وړاندې په وزيرستان کې د وسلوالو له لوري ووژل شو او اوس به وکتل شي چې د هغه وکيل طارق اسد دغه عريضه پر مخ بيايي او که ترې تېرېږي .

د خالد خواجه مېرمنې د هغه تر وژل کېدو وروسته ادعا وکړه چې مېړه يې ددغې قضيې له امله وژل شوی دی او داسې اشاره يې هم ورکړه چې کېدای شي له دغې عريضې څخه تېره شي .

خو تر اوسه پورې نه د حکومت له لوري محکمې د سپارل کېدونکي ريپوټ د جزياتو په اړه څه معلومات ورکړل شوي او نه دا څرګنده ده چې د خالد خواجه عريضه به دوام کوي او که به اخيستل کېږي .