نيويارک: امريکا په رسمي توګه فيصل شهزاد تورن کړ

فيصل شهزاد
Image caption امريکايي چارواکي وايي فيصل شهزاد هڅه کوله چې پخپل ګاډي کې ځای پر ځای کړي چاودېدونکي توکې والوزوي.

د امريکا لويې څارنوالۍ پاکستاني الاصل امريکايي فيصل شهزاد په رسمي ډول تورن کړ چې په نيويارک کې يې ترهګر بريد کاوه او هڅه يې کوله د پراخې بربادۍ وسلې وکاروي .

د نيويارک په ټايمز څلورلارې د تېرې شبنې د ورځې د موټر بم بريد هڅه ناکامه شوه .

په دغې څلورلارې په يوه ولاړ ګاډي کې د ګاز کپسولونه، تېل، کېميايي سره او نور توکي ځای پر ځای شوي ول چې يوه سړي يې پوليسو ته راپور ورکړ او وروسته پوليسو دغه بالقوه بريد شنډ کړ .

امريکايي څارنوالان وايي تورن د پاکستان په وزيرستان کې د بريدونو او چاودنو زده کړه کړې .

له بلې خوا د پاکستان امنيتي ادارو د چهارشنبې پر ورځ ويلي چې په کراچۍ کې له فيصل شهزاد سره د اړيکو په تور لږ تر لږه دوه تنه نيولي دي .

په پام کې وه فيصل شهزاد ، دسې شنبې پر ورځ په نيويارک کې فډرالي محکمې ته ور وپېژندل شي خو وروسته دغه کار ونه شو.

د امريکا لوی څارنوال اريک هولډر ويلي تورن کس پلټونکو ته ډېر ګټور معلومات ورکړي دي .

فيصل شهزاد دېرش کاله عمر لري چې په پاکستان کې زوکړی او اوس په امريکا کې اوسېده.

امريکايي چارواکي وايي نوموړی د 2010 زېږدي کال په په فبروري کې له پاکستان څخه بېرته امريکا ته راستون شوی و.

ددوی په وينا هغه په پاکستان کې پېنځه مياشتې تېرې کړې وې.

د امريکايي چارواکو په وينا د کاناټيکټ ايالت دغه اوسېدونکي په ياد شوي ايالت کې ټيوټا ګاډی اخيستی و او په ګاډ‌ي کې د چاودېدونکو توکو تر اېښودو وروسته يې هغه د نيورياک په ټايمز څلورلارې کې درولی و.