د هند يوې محکمې اجمل قصاب په اعدام محکوم کړ

Image caption اجمل قصاب په 2008 کال کې د ممبيي له بريدونو څخه يوازېنی ژوندی پاتې شوی تن دی چې نن ورته محکمې د اعدام سزا واوروله.

په 2008 کال کې په ممبيي کې له چادونو وروسته يوازيني ژوندي نيول شوی تن د هند د محکمې له لوري په اعدام محکوم شو.

محمد اجمل امير قصاب د پاکستان اوسېدونکی او 22 کاله عمر لري .

نوموړي ته د دو شنبې پر ورځ د وژنو او په هند کې د ترهګرۍ په ګډون يو شمېر تورونه وارول شول .

قاضي نن هغه ته د اعدام د سزا د اورولو پر مهال وويل نوموړي ته له دې امله د اعدام سزا ورکوي چې په هند کې يې ډېر خلک وژلي ، د هند پر خلاف يې جګړه کړې ، جعل کاري يې کړې او په نا قانونه ډول هند ته د اخل شوی دی .

دغه راز قاضي وويل دی مجرم دی او د سمېدلو چانس نه لري نو له دې کبله بايد اعدام شي .

خو قصاب لا هم حق لري چې د استناف غوښتنه وکړي .

په ممبيي کې د شويو بريدونو په پايله کې 174 تنه ووژل شول چې نهه تنه يې اورپکي ول .

له هغه مهاله تر اوسه پورې د هند او پاکستان اړيکي خړ پړ دي .هند په دغه بريد کې په پاکستان کې د مېشتې ډلې لشکر طيبه لاس بولي او هغه ګرموي.

تر لومړي انکار وروسته پاکستان و منله چې د بريد د پلان يو برخه په پاکستان کې جوړه شوې وه او اجمل قصاب هم پاکستانی دی .

اوس که ستره محکمه ښاغلي قصاب ته اورول شوې سزا ومني نو له هغه وروسته به پرې تطبيقېږي.