پاکستان 'غزنوي' او 'شاهين ۱' توغندي وازمايل

دغه هېواد پر خپلو توغنديو د اسلامي فتوحاتو نومونه ايښي دي.
Image caption دغه هېواد پر خپلو توغنديو د اسلامي فتوحاتو نومونه ايښي دي.

پاکستان ويلي چې د اتومي وړتيا لوړاوي په درشل کې يې دوه لنډواټن ويشتونکي توغندي ازمويلي، چې په وينا اتومي سرکۍ ورسره لېږدولی شي او دواړه ازموينې بريالۍ وې.

پاکستان اعلان کړی چې دوه نوې اتومي ازموينې يې په برياليتوب ترسره کړې.

پاکستاني سرچينو ویلي چې دغه توغندي يې اتومي سرکۍ د لنډ واټن اتومي سرکۍ لېږدولی شي.

د پاکستان پوځ په يوه ويناپاڼه کې ويلي دواړه توغندي يې په برياليتوب هدف ته ورسېدل.

د دغه هېواد لومړي وزير يوسف رضلا ګيلاني او يو شمېر نورو پوځي چارواکو ويلي چې د 'غزنوي'په نامه دغه لنډواټن ويشتونکی توغندی تر ۳۰۰ کیلومترو پورې واټن ويشتی شي.

سرچينه زياتوي چې د" شاهين۱" په نامه بل توغندی يې بيا ۶۵۰ کلومتره هدف په نخښه کولی شي.

د ويلو ده چې د پاکستان په جبه خانه کې د لنډ او اوږده واټن ويشتونکي توغندي شته.

دغه هېواد پر خپلو توغنديو د اسلامي فتوحاتو نومونه ايښي دي.

له ۱۹۴۷ کال وروسته کله چې هند او پاکستان له برتانيا نه ازادي واخيسته، درې خپلمنځي جنګونه يې کړي دي.

دواړو هېوادونو د توغنديو ازموينې کړې.

د ۱۹۹۸ کال په مۍ مياشت کې د هند تر توغنديزې ازموينې وروسته سملاسي څو ورځې وروسته پاکستان هم يوه اتومي ازموينه کړې وه.