پاکستان: څارګرو الوتکو لږترلږه ۱۰ تنه وژلي

څارګره الوتکه
Image caption امريکا له کابو دوه کالونو راهيسې د پاکستان پر قبايلي سيمو د څارګرو الوتکو له لارې بريدونه کوي، چې سلګونه کسان پکې وژل شوي دي.

د پاکستان امنيتي سرچينو ويلي د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې غالباً د امريکا بې پيلوټه الوتکې په دوو جلا توغنديزو بريدونو کې لږ ترلږه لس وسله وال وژل شوي. بريد ميرانشا ته څېرمه په دته خېلو سيمه کې شوی.

د پاکستان امنيتي سرچينو ويلي چې د ميرانشا په دته خېلو سيمه کې د اورپکو پريوه پټنځي د امريکا بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی.

سرچينه زياتوي چې په بريد کې لږ ترلږه لس شکمن اورپکي وژل شوي دي.

بل خوا د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسيد پر انټرنېټ د يوه وېديويي خپاره شوي پيغام له لارې ګواښنه کړې، چې د امريکا په زړه کې به بريدونه کوي.

رپوټونه وايي چې څارګرو الوتکو د وزيرستان په يوه تر ټولو لوی ښار ميرانشا ته څېرمه په دته خېلو سيمو کې د القاعدې او اورپکو پر يوه پټنځي کړی دی .

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ويلي "د اورپکو پټنځای په بشپړه توګه له منځه تللی دی. طالبانو د بريد سيمه کلابنده کړې او څوک نه ورپرېږدي، خو ځايي خلکو د شپږو کسانو مړي ليدلي دي. "

د پاکستان حکومت په وار وار د امريکا د استخباراتي الوتکو بريدونه غندلي او دا يې پاکستان کې اورپکۍ ته د لا ډېرې لمن وهنې لامل بللی دی.

امريکا دا بريدونه داسې مهال کړي، چې په نيويارک کې يو پاکستاني الاصله امريکايی د بريدونو د سنبالولو په تور ونيول شو.

امريکا له کابو دوه کالونو راهيسې د پاکستان پر قبايلي سيمو د څارګرو الوتکو له لارې بريدونه کوي، چې سلګونه کسان پکې وژل شوي دي.

د يکشنبې په ورځ د پاکستان پوځ ادعا وکړه، چې شمالي وزيرستان ته څېرمه په اورکزو قبايلي سيمه کې يې هيليکوپتر الوتکو لږ ترلږه اته وسله وال وژلي دي .

ورته مطالب