د برتانيا دوه لوی ګوندونه د درېيم مرستې ته اړ شوي

ډېوېډ کاميرون
Image caption ډېوېډ کامیرون ویلي محافظه کاره حکومت به " بدلون راولي.".

د برتانيا پارلماني ټاکنې ددې هيواد د آسيايي ښځو لپاره يو برى و. د هغوى له ډلې شپږ ښځې – پنځه کارگرې او يوه محافظه کاره د وکيلانو په توگه ولسي جرگې ته غوره شوې.

دا لومړى ځل دى چې آسيايي ښځې د برتانيا پرلمان ته لار مومي.

جېل مک گيويرينگ رپوټ راکوي .

د برتانيا پارلمان ته لومړنى آسيايي په ١٨٩٢ کال کې، نژدې ١٢٠ کاله مخکې غوره شوى و.

لومړنۍ توره ښځه ورته نژدې شل کاله د مخه وټاکل شوه. خو آسيايي ښځو ته ايله اوس دا امکان په لاس ورغلى چې پارلمان ته لاره ومومي.

کارگر گوند دا موضوع په خپله تگلاره کې راوستله چې ښځې په فعال ډول په ټاکنو کې درېدو ته وهڅوي.

په هغو انتخاباتي حوزوو کې چې کارگر گوند فکر کاوه په آسانۍ يې گټلى شي، څو آسيايي ښځې ټاکنو ته درول شوې وې.

د هغوى له ډلې پنځو ټاکنې وگټلې. محافظه کار گوند د نوماندو په لست کې يوازې د ښځو د راوستلو خبره نه مني، خو دغه گوند هم يوه آسيايي الاصله برتانوۍ – پرېټي پاټل ولسي جرگې ته واستوله. له لويه سره سياست ته د آسيايي ښځو راهڅول او بوختول پخپله يوه ننگونه ده.

Image caption برتانيا افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري، چې زياتره يې په نارامه ولايت هلمند کې مېشت دي.

ځينې يې کورنۍ دې کار ته نه پرېږدي، نورو ته د بچيانو د روزنې يا د چا د پالنې تر څنگ د سياست په ډنډ کې لوېدل شوني نه وي او زغملى يې نشي. داسې اندېښنې هم وې چې ښايي آسيايي ښځې بريالۍ کانديدانې را ونه خېژي، ځکه چې ښايي دودپالي آسيايي نارينه رايې ورنه کړي.

ولسي جرگې ته د شپږو برتانوي آسيايي ښځو برى پخپله يو نوى باب دى او له دې سره به چې د برتانيا پارلمان د گردې ټولنې استازى شي، مرسته وکړي.

د برتانيا حکومت چې د هر چا لاس ته لوېږي، افغانستان به د پخوا په څېر د بهرنۍ تگلارې په برخه کې لومړيتوب لري. تر لسو زرو ډېر برتانوي ځواکونه په هغه هيواد کې دېره دي او لندن افغان حکومت ته خورا ډېرې پيسې ورکوي چې دولت يې د يوې موسسې په توگه بيا ورغوي او وړتياوې يې پياوړې کړي.

په عمومي ډول، د ټاکنيزو مندو ترړو پر مهال، د افغان تگلارې پر سر درې واړو لويو گوندونو سره ورته دريځ درلود.

دوى ويل چې عسکر دې لا هم پراته وي او د افغان حکومت ملاتړ دې دوام ومومي – که څه هم د فساد په مخنيوي کې ورته لا نور گامونه په کار دي.

خو په زړه پورې خبره داده چې د افغانستان دغه کړکېچ د سر د ډېرو شويو زيانو له امله په برتانويانو کې خورا لږ پلويان لري او راتلونکى صدراعظم به په راروانو کلونو کې تر بېلابېلو فشارونو لاندې راځي چې خپل عسکر راوباسي.

ورته مطالب