هند او پاکستان په جولای کې مخامخ خبرې کوي

منموهن سينګ او يوسف رضا ګيلاني
Image caption تېره مياشت د پاکستان او هند لومړيو وزيرانو په بوتان کې له خبرو وروسته په امريکا کې د بارک اوباما د مېلمستیا پر سر له يو بل سره وکتل.

پاکستان هندوستان ته د مخامخ خبرو بلنه ورکړې ده.

ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له خپل هندي سيال کرشنا سره د جولای پر ۱۵مه په اسلام کې مخامخ خبرې وکړي.

د باندينيو چارو دواړه وزيران پر تيليفون شل دقیقې سره غږېدلي دي.

تر تیليفوني خبرو ورسته ښاغلي کرشنا په نوي ډيلي کې يوې خبري ناستې ته وويل چې پاکستاني سيال ترې اسلام اباد ته د ورتلو غوښتنه وکړه.

د هند د بهرنيو چارو وزيري ويلي تمه لري چې دغه مخامخ خبرې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينګتلیا کچه راټيټه کړي او د ډيلي او اسلام اباد ترمنځ اړيکي به ښه ي.

خو په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دغو تيليفوني خبرو په اړه نور جزييات نه دی ورکړي.

خو ويلي دي چې د هند د کورچيو چارو وزير چدمبرم به د سارک د بهرنيو چارو د وزيرانو تر غونډې وروسته د جون پر ۲۵مه اسلام اباد ته ولاړ شي او له خپل پاکستاني سيال رحمن ملک سره به ځانګړې خبرې ولري.

ښاغلي قريشي ويلي له چدمبرم سره به به د هند د بهرنيو چارو سلاکاره نروپما راو هم وي، او له خپل پاکستاني سيال سلمان بشير سره به وګوري.

تېره مياشت د پاکستان او هند لومړيو وزيرانو په بوتان کې له خبرو وروسته په امريکا کې د بارک اوباما د مېلمستیا پر سر له يو بل سره وکتل.

خبريالان وايي د زياترو څارونکو په اند د امريکا متحده ایالاتو پر دواړو هېوادونو فشار راوړی چې خپلمنځي ترينګتلیا ختمه کړي.

ورته مطالب