د محمد 'ص' د کاريکاتور جوړوونکی د لکچر پرمهال وډبول شو

 رسام لارس فيلکس
Image caption دغه سويسي رسام کابو يو نيم کال وړاندې داسې کاريکاتوري رسمونه خپاره کړي ول، چې پکې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کاريکاتور هم و.

هغه سويسي کاريکاتوري رسام، چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کاريکاتور يې رسم کړی، پوهنتون کې د لکچر پرمهال د يوه اورېدونکي لخوا وډبول شو.

لارس ويلکس چې په اوسولا پوهنتون کې يې د هنري ازادۍ د بريدونو په اړه خبرې کولې، د يوه اورېدونکي لخوا ووهل شو.

د وېديو ليدلو لپاره دا ځای کېکاږﺉ

پر نوموړي تور دی چې د اسلام د ستر پيغمبر محمد (ص) کاريکاتور يې رسم کړی و.

نوموړی ډېر نه دی خوږ شوی، خو عينکې يې ماتې شوې دي.

وړاندې هم ويلکس ته ګواښونه شوي وو، خو په اوسولا پوهنتون کې دا لومړی ځل و چې هغه ووهل شو.

کله چې نوموړي خبرې پيل کړې، ۱۵ اورېدنکو چيغې وهلې چې خبرې نورې بس کړي.

د ده لکچر ته کابو ۲۵۰ کسان ورغلي ول.

ويل کېږي کله چې هغه خبرې کولې، يو تن يې څنګ ته ورغی او خپل ځان يې پرې ورغورځاوه، او په سر يې وواهه، چې له دې سره يې عينکې ماتې شوې.

د يوې سويسي ورځپاڼې وېبپاڼې د هغه د وهلو د صحنې وېديو خپره کړې ده.

په ويديو کې پوليس مورچکي ګاز پر اړدوړ جوړوونکو ورپاشي.

په غصه شوو کسانو د الله اکبر نارې وهلې، خو پوليسو وکړای شو، چې رسام د لکچر له تالاره ژر وباسي.

پوليسو د هغه د وهلو په تور دوه تنه نيولي دي.

وړاندې د دغه رسام د وژلو هڅه هم شوې وه، چې يوه امريکايۍ ښځه کولين لاروس، چې ځان ته يې د جين جهاد نوم ورکړی و، تورنه شوې وه.

د لاروس مدافع وکيل د هغې د سپيناوي هڅه وکړه، خو که پر هغې لګول شوی تور ثابت کړای شي، ښايي د ټول عمر لپاره زنداني شي.

په ۲۰۰۷ کال له القاعدې ډلې سره يوې تړې ډلې هغه چا ته چې فيلکس ووژني، سل زره ډالره انعام اېښی و، خو هغه چا ته چې وکړی شي دغه رسام حلال کړای شي، ۱۵۰ زره ډالر انعام به ورکړي.

دغه سويسي رسام کابو يو نيم کال وړاندې داسې کاريکاتوري رسمونه خپاره کړي ول، چې پکې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کاريکاتور هم و.

له دې رسمونو سره د مسلمانانو غصه راوپارېدله چې پرضد یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لاريونونه وشول.