کرزي له ټپي شوو امريکايي پوځيانو نه مننه وکړه

ښاغلی کرزی او مېرمن کلنټن
Image caption وړاندې کرزي او مېرمن کلنټن د ليدو پرمهال ويلي وو چې ترمنځ يې اختلافونه پای ته رسېدلي .

افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکا نه افغاسنتان کې د دوی د سرتېرو د قربانۍ له امله مننه وکړه.

د ولسمشر کرزي په ګډون افغان وزيرانو له امريکايي چارواکو سره د جدي خبرو په پيل کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل امريکا به افغانان هېر نه کړي.

ښاغلی کرزی د والټر رېډ روغتون ته ورغلی و او له هغو امريکايي سرتېرو سره يې وکتل چې د افغانستان په جګړه کې ټپيان شوي دي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر د دغې ليدنې کتنې په اړه بي بي سي ته وويل : ''د باندينيو چارو وزيرې هيلري کلنټن اعلان وکړ چې هېواد يې له افغانستان سره د اوږد مهال ستراتيژيک شراکت غوښتونکی دی، او دا به دوام لري، له افغانستانه د امريکايي پوځيانو له وتلو سره او دا ادامه به د يوه اوږده ستراتيژيک تړون په چوکاټ کې دوام ولري. ''

ښاغلی عمر وايي چې نن چهارشنبه به ولسمشر کرزی به له ولسمشر اوباما سره وګوري او د تېرو کلونو د هغو همکاريو مننه به ترې وکړي، چې په دې لړ کې یې افغاسنتان کې قربانۍ ورکړې دي.

واشنګټن ته د ولسمشر کرزی سفر د هغو اختلافونو چې په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو د پايلو پر سر رامنځ ته شوي وو، د ليرې کېدو يوه ښه موقع بلل کېږي.

دواړه لوري اړ دي چې په افغانستان کې پر موجوده ننګونو د بري لپاره پر يو او بل د نيوکو پر ځای يو بل ته د همکارۍ لاسونه ورکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول ویلي ولسمشر کرزی غواړي چې له امريکا سره خپلې اړیکې ورغوي، اوس هغه وخت راغلی چې په مخ کې د پرتو ستونزو لاملونو او له منځه وړلو ته جدي پام وشي.

په هېواد کې حالات ښه نه دي، او د تاوتريخوالي کچه مخ پر زياتېدو ده.

په کابل کې خلک دا احساس لري چې ګني حکومت دوی ته خدمت نه کوي.

Image caption مېرمن کلنټن وويل هېواد به يې له افغاستانه د امريکايي سرتېرو تر وتلو وروسته افغانان هېر نه کړي.

يوشمېر افغانان د اوسني وضعیت ملامتيا نه يوازې پر ولسمشر کرزي ور اچوي، بلکې امریکايان هم په دې کې پړه بولي.

کرزي د ټپي شوو امريکايي سرتېرو د ليدو پرمهال وويل : ''دغه ټپي شوي پوځيان چې زه وينم د چا لاسونه غوڅ شوي، د چا پښې پرې وې او څوک کوچني ماشومان لري، د درد احساس کوم.''

ټاکل شوې چې کرزی به په ویرجينيا ايالت کې هغه هديره هم وګوري چې په افغانستان کې وژل شوي امريکايي پوځيان پکې خښ شوي دي.

وړاندې کرزي او مېرمن کلنټن د ليدو پرمهال ويلي وو چې ترمنځ يې اختلافونه پای ته رسېدلي .

خو کلنټن ويلي وو چې ګډو موخو ته په رسېدو کې دغه اختلافونه څه منفي اغېز نه لري.

ورته مطالب