ډېويډ کامېرن: نوی ايتلافي حکومت به پياوړی وي

Image caption ډېوېډ کامېرن او نېک ګلېک ټينګار وکړ چې د ګوندونو له اختلافونو سره سره به يې نوی ايتلافي حکومت بيا هم د واک ټاکلې موده پای ته رسوي.

د بريتانيا نوي لومړي وزير پخپل نوي ايتلافي حکومت کې ليبرالان او محافظه کاران دواړه راغونډ کړي دي .

دا له دويمې نړيوالې جګړې را وروسته په بريتانيا کې لومړی ايتلافي حکومت دی .

لومړي وزير ډېويډ کامېرن ويلي ايتلافي حکومت کولای شي چې د بريتانيا په سياسي ډګر کې ستر تاريخي او سياسي بدلون راولي .

د لېبرال ګوند مشر او مرسيتال لومړي وزير نېک کلېګ هم ويلي چې د دواړو ګوندونو تر منځ له اختلافونو سره سره به نوی حکومت دوام وکړي .

ښاغليو کامېرن او ګلېک تېره ورځ په يوه ګډه خبري ناسته کې خبريالانو ته وينا وکړه او ويې ويل غواړي په بريتانيا کې د سياست نوې لارې چارې خپلې کړي .

د بريتانيا لومړي وزير ويلي د دولت موخه په هېواد کې د يوې پياوړې او ټکاومنې مشرتابه رامنځته کول دي .

د محافظه کارانو او لېبرالانو تر منځ له څو ورځو پرله پسې خبرو وروسته نوی ايتلافي حکومت رامنځته شوی چې له ډېرو جدي ننګونو سره مخامخ دی چې اقتصادي ستونزې ، د بوديجې کسر، د دولت پورونه او د خزانې د تشېدو ننګونې يې تر ټولو پاموړ دي .

په نوي دولت کې به لېبرال دېموکرات ګوند ته څلور وزارتونه ورکول کېږي چې د دغه ګوند د مالي يو وياند وينس کېبل به په نوي حکومت کې د سوداګرۍ او بانکونو د چارو وزير وي.

د نوي حکومت نورې مهمې څوکۍ محافظه کارانو اخيستې چې ويليام هېګ د بهرنيو چارو وزير، ليام فاکس دفاع وزير، ترزا مې د کورنيو چارو وزير او جورج اوزبرن د ماليې د وزير په توګه ټاکل شوي دي .

ښاغلی اوزبرن ډېويډکامېرن ته تر ټولو نژدې کس بلل کېږي .

نوي حکومت ژمنه کړې چې د عامه خدمتونو له سيکټور ه د نهه بيليونو ډالرو په سپما سره به د بريتانيا د بوديجې له ستر کسر سره مبارزه وکړي.