په جاسوسۍ تورنې فرانسوۍ ته له ايرانه د وتلو اجازه وشوه

کلوتيد رييس
Image caption کلوتيد رييس په تېر جولای کې د ايران د ولسمشرۍ د ټاکنو تر پايلو وروسته په تاوتريخجنو پېښو کې د جاسوسۍ په تور ونيول وشوه.

ايراني چارواکو هغې فرانسوۍ ښځې ته له ايرانه د وتلو اجازه ورکړه، چې په تېر جولای مياشت کې د جاسوسۍ په تور نيول شوې وه.

کلوتيد رييس په تېر جولای کې د ايران د ولسمشرۍ د ټاکنو تر پايلو وروسته په تاوتريخجنو پېښو کې د جاسوسۍ په تور ونيول وشوه.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر يوه وينا پاڼه کاږي کلوتيد رييس نن (يکشنه، د مۍ ۱۶مه) غرمه مهال فرانسې ته رسېدونکې ده.

وړاندې يوې ايرانۍ محکمنې د هغې په حق کې د لسو کلونو د بند پرېکړه کړې وه، خو بيا وروسته يې د مدافع وکيل په هڅو دغه سزا راټيټه او ۲۸۵ زره ډالره نغدي جريمه شوه.

کلوتيد رييس چې په اصفهان کې د يوه پوهنتون لکچرره او څېړانده وه، دا تور و چې ګني د برېښنا ليک په وسيله يې د لاريون کوونکو له تاوتريخوالو ډک عکسونه استولي او په دې سره يې جاسوسي کړې ده.

د رييس مدافع وکيل محمد علي مهدوي وړاندې ويلي وو هغه د کلوتيد رييس پرځای پرې لګول شوې نغدي جريمه ايران ته ورکړې ده.

رييس له توقیف وروسته په ضمانت سره د شپږو اوونيو لپاره په تهران کې د فرانسې په سفارت کې اوسېده.

نوموړې په تېر جولای کې له بنده خوشې وه، خو تر څارنې لاندې وه.

په پاريس کې د بي بي سي خبريال هیو شوفيلډ وايي ښايي آغلې رييس د پاريس لخوا د اتومي پروګرام پر سر د فشارونو په پايله کې راخوشې شوې وي.

تېره اوونۍ فرانسې د ماجد کاکاواند په نامه يو ايرانی انجنير راخوشی کړ.

پر نوموړي تور و چې ګني له فرانسه کې د ايران پوځ ته د برېښناليکونو په مټ جاسوسي کوي.

امريکا هڅه کوله چې دغه ايرانی انجنير وړاندې خپلې خاورې ته ولېږل شي، خو يوې فرانسوۍ محکمې د امريکا دا غوښتنه ایله يوه اوونۍ وړاندې ومنله او هغه يې خپلې خاورې ته ولېږه.