امريکا: پر ايران د نويو بنديزونو لګولو هڅې دوام لري

رابرټ ګېبس
Image caption د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس ويلي "ايران بايد نړيواله ټولنه پر دې قانع کړي چې اټومي فعاليتونه يې د سوله ييزو موخو لپاره دي ".

د امريکا متحده ایالتونو او نورو لوېديځو هېوادونو له ايران سره د ايران د اتومي پروګرام پر سر د ترکيې او برازيل د شوې موافقې په اړه سوړ غبرګون ښودلی دی.

ترکيې او برازيل له ايران سره موافقه کړې چې ۱۲۰۰ کیلوګرامه د ټيټې درجې يورانيم به بل هېواد ته لېږدوي او بيا به وروسته ايران د دغو يورانيمو په بدل کې د خپلو بټيو اټومي سونتوکي ترلاسه کوي.

د امريکا متحده ایالتونو په بشپړه توګه دغه معامله نه ده رد کړې خو وايي د ايران پرضد د نويو اقتصادي بنديزنو هڅې نه پرېږدي.

واشنګټن ويلي چې لاهم د تهران د اتومي فعاليتونو د پروګرام په اړه اندېښنه لري.

د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس ويلي "ايران بايد نړيواله ټولنه پر دې قانع کړي چې اټومي فعاليتونه يې د سوله ييزو موخو لپاره دي ".

Image caption ترکيې او برازيل له ايران سره موافقه کړې چې ۱۲۰۰ کیلوګرامه د ټيټې درجې يورانيم به بل هېواد ته لېږدوي او بيا به وروسته ايران د دغو يورانيمو په بدل کې د خپلو بټيو اټومي سونتوکي ترلاسه کوي.

روسيې ويلي تر هغه چې په تهران کې د برازيل، ترکيې او ايران ترمنځ کومه رسمي پرېکړه اعلان نه شي، دوی خپل دريځ نه شي په ډاګه کولی.

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياند اندري نيسترينکو ویلي " د تهران د پرېکړې په اړه هېڅ رسمي مالومات نه لرو، همدا ده چې په اړه يې هېڅ رسمي غبرګون نه شو ښودلی".

دی زياتوي: " مسکو به په تهران کې د کېدونکې پرېکړې حالات وڅاري او بیا به غبرګون وښيي ".

او په اسراييل کې د دغه هېواد راديو اعلان کړی چې لومړي وزير بنيامين نتنياهو نن د وزيرانو يوه غونډه رابللې وه، چې اسراييل د تهران د پرېکړې په اړه بايد څه غبرګون وښيي.

ورته مطالب