فيصل شهزاد په لومړي ځل محاکمې ته وړاندې شو

د فيصل شهزاد د محاکمې اټکلي انځور
Image caption نوموړی د امريکا جي اف کينيدي په هوايي ډګرې کې داسې مهال ونيول شو، چې دبۍ ته روان و.

د نيويارک ټايمز په څلور لاره کې موټر کې د اېښودل شوي بم په تړاو هغه کس چې قوي شک پرې کېږي، محاکمې ته وړاندې شوی دی.

تر شک لاندې فيصل شهزاد چې پاکستان کې زوکړی، په محکمه کې هېڅ نه دي ويلي.

نوموړی اوس په توقیف کې دی.

پر فیصل شهزاد پنځه تورونه دي، چې د ډله ييزې ويجاړۍ د وسلې تور هم پکې شامل دی.

د محاکمې پرمهال قاضي جيمس فرانسيس وويل چې د فیصل شهزاد توقیف وغځول شو.

Image caption پر فيصل شهزاد پنځه تورونه لګول شوي.

فیصل شهزاد د روانۍ مۍ مياشتې پر درېمه ونيول شو او اوس په یوه نامالوم ځای کې تر توقیف لاندې دی.

نوموړی د امريکا جي اف کينيدي په هوايي ډګرې کې داسې مهال ونيول شو، چې دبۍ ته روان و.

وړاندې شهزاد په يوه تحقیق کې ويلي وو چې د پاکستان په قبايلي سيمو يې پوځي روزنه ترلاسه کړې.

پر فيصل شهزاد دا تور هم دی چې ګني" مخکې له دې چې د نيويارک ټايمز په څلور لاره کې په موټر کې چاودېدونکي توکی ځای پرځای کړي، په وزيرستان کې يې د چاودېدونکو توکو د برابرولو په برخه کې روزنه ترلاسه کړې ده. "

ورته مطالب