ترکيې او برازيل، پر ايران د نويو بنديزونومخالفت وکړ

Image caption ترکيه او برازيل له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې پر ايران باندې د بنديزونو په لګولو کې بيړه و نه کړي.

د ترکيې او برازيل په ليک کې د امنيت شورا له غړيو په کلکه غوښتل شوي چې دغه معامله په بشپړه توګه وارزوي.

په معامله کې ايران مني چې د چاڼ شويو هستوي سونتوکو په بدل کې خپل د ټيټې کچې يوارنيم ورکړي.

دا د ډاډ رامنځته کولو يو ګام دی چې موخه يې د ايران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو بيا پيل ته د لارې هوارول دي.

خو د بنديزونو هغه وړانديزونه چې د امريکايانو له خوا د امنيت شورا ته وړاندې شوي د دغه ګام ردول ګڼل کېږي.

په ليک کې ويل شوي چې د هغو تدابيرو مخنيوی خورا اړين دی چې کېدای شي په سوله ييزه توګه پر دې خبرې د ناندريو د حل مخه ونيسي چې ايا ايران غواړی اټومي وسلې جوړې کړي که څنګه؟

د ملګرو ملتونو يوه ‌ډيپلومات وويل چې دا هم ايران ته يوه يادونه وه چې لاهم بايد پر خپلو ژمنو ودرېږي او هم امريکا او ملګرو ته يې يادونه ده چې په ډېره متشدده توګه د بنديزونو لپاره د رای اخيستلو لپاره له زور اچولو ډډه وکړي.

هغه وويل نظر دا دی چې يو څه وخت او لار ورکړل شي چې ولېدل شي ايا دا موافقه عملي کېدای شي که څنګه؟

لوېديځوالو ډيپلوماتانو تر دې دمه له بدبينۍ او شک سره ځواب ويلی، دوی ډاډه دي چې ايران يوازې له بنديزونو څخه د ځان ژغورلو لپاره ځان هاخوا دېخوا کوي.

دوی وايي د دې ثبوت دا دی چې تهران لا اوس هم تر هغه څه چې اړتيا لري په ډېره لوړه کچه يوارنيم چاڼوي.

خو په ايران کې ورځپاڼو او د پارلمان ډېرو غړيو د دغې موافقې پراخ ملاتړ کړی دی او

دا ښيي چې د معاملې ردول پر چارواکو سربېره ښايي عامه ذهنيت هم وپاروي.

د ملګرو ملتونو ډيپلومات وويل چې لږ تر لږه يو څه خبرې خو پکار دي چې د دې معاملې په اړه وشي، که نه نو ايران ښايي داسې فکر وکړي چې که هرڅه وکړي، بنديزونه پرې هرو مرو لګېږي.