هند: د الوتکې لوېدو ۱۶۰ تنه وژلي

ماته شوې الوتکه
Image caption الوتکې تر چپه کېدا وروسته اور اخيستی دی.

هندي چارواکو ويلي په جنوبي مانګالور ايالت کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د چپه کېدو له امله تر ۱۶۰ ډېر مسافر وژل شوي.

په الوتکه کې کې ۱۶۰ مسافر سپاره ول چې له دوبۍ نه هند ته روانه.

الوتکه نن ګهيځ د هند په جنوبي مانګالور ايالت کې پر هوايي ډګر د کښېناستو پرمهال يوې درې ته لوېدلې ده.

الوتکې تر لوېدو وروسته اور اخیستی.

د الوتکې له سپرلۍ يوازې اته کسه ژغورل شوي.

وقال مسؤول بشركة الطيران الهندية اير انديا اكسبرس ان ثمانية اشخاص كانوا على متن الطائرة قد نجوا من الحادث.

مخکني مالومات

د هند په جنوبي ايالت مانګالور کې پر هوايي ډګر د کښېناستو پرمهال يوه مسافر وړونکې الوتکه رالوېدلې ده.

هندي چارواکي وايي په الوتکه کې ۱۶۰ مسافر سپاره ول، چې احتمالاً لسګونه به پکې وژل شوي وي.

د هندي (ايرانډيا اکسپرېس) شرکت دغه الوتکه د شنبې په ګهيځ پر هوايي ډګر د کښېناستو پرمهال راپرېوتې ده.

د ځينو رپوټونو پر بنسټ د الوتکې ټول مسافر مړه شوي دي.

رپوټونه وايي الوتکه هغه مهال له خپلې کرښې ووتله چې په ډېره تېزۍ سره د کښېناستو پرمهال روانه وه.

په الوتکه کې ۱۶۰ مسافر او ۶ د الوتکې عمله وه.

د ځينو رپوټونو پر بنسټ د الوتکې د لوېدو پرمهال تند باران هم ورېده، چې تر لوېدو وروسته الوتکې اور اخیستی او لوګې ترې پورته کېږي.

د رويټرز خبري اژانس د هند د کاراناتاکا ایالت د کورنيو چارو د وزير له خولې ويلي: " تر ۱۶۰ ډېر مسافر په دې الوتکه کې سپاره ول، چې غالباً ټول به وژل شوي وي ".

د مانګالور ايالت د پوليسو يوه جګپوړي چارواکي ار رامش ويلي الوتکه له دبۍ څخه هند ته روانه وه، چې پر هوايي ډګر له خپلې کرښې بيخې ډېره ليرې ووتله.

دی وايي " تر اوسه داسې رپوټونه ورکړل شوي چې يوازې اووه تنه ژغورل شوي. وېره دا ده چې زياتره مسافر به وژل شوي وي ".

له دبۍ نه راتلونکې

د هند خبري اژانس "پرېس ترسټ اف انډيا " د هند د هوايي چلند د يوه شرکت د مشر كای. سواميناتن له خولې ویلي په دغه ۷۳۷ بوينګ ډوله الوتکه کې 160 مسافر او شپږ عمله له دبۍ څخه مانګالور ته روانه وه ، چې د تلال په سيمه کې راپرېوته.

نوموړي د وژل شوو په اړه ډېر جزييات نه دي ورکړي.

مانګالور د کاراناتاکا ایالت له مرکز بنګلور څخه شاخوا ۴۰۰ کيلومتره ليرې دی.

ورته مطالب