چين او جاپان د کورياګانو تر منځ د کړکېچ د هواري هڅې کوي

Image caption د چين لومړي وزير ويلي د سوېلي کوريا د بېړۍ له ډوبېدو څخه را ولاړ شوی کړکېچ بايد هوار شي.

سويلي کوريا، جاپان او چين هوکړه وکړه، چې د سويلي کوريا د جنګي بېړۍ د ډوبېدلو له امله د راولاړ شوي کړکېچ د هواري لپاره به هڅې کوي .

د دريو واړو هېوادونو مشران خپله کلنۍ غونډه د سويلي کوريا په ججو جزيره کې وکړه او تر هغه وروسته په يوه خبري ناسته کې راڅرګند شول .

د چين لومړي وزير وين جياباو ټينګار وکړ چې ددغې مسلې پر سر د بالقوه شخړې د رامنځته کېدو مخه بايد و نيول شي .

خو هغه په ښکاره پر شمالي کوريا باندې د کړکېچ د را منځته کولو له امله کومه نيوکه و نه کړه.

ښاغلي وين ويلي چين به د هغه چا ملاتړ و نه کړي چې دغه بېړۍ يې ډوبه کړې ده .

د سويلي کوريا د ډوبې شوې بېړۍ په تړاو د نړيوالو پلټنو پايلې دادي چې شمالي کوريا د توغندي پر مټ د سوېلي کوريا جنګي بېړۍ ډوبه کړې ، خو شمالي کوريا دا يو تور بولي او ردوي يې .

د سويلي کوريا او جاپان مشرانو په دغې خبري ناسته کې د سويلي کوريا د بېړۍ د ډوبېدلو په تړاو د نړيوالو پلټونکو د موندنو ملاتړ کړی دی .

چين په زياتېدونکي ډول تر فشار لاندې دی چې په دې هکله ګام واخلي .

دا هېواد شمالي کوريا اصلي ملګری او ملاتړی بلل کېږي .

چين تر دې مهاله د شمالي کوريا له غندلو ډډه کړې خو ويلي يې دي چې د سويلي کوريا د جنګي بېړۍ د ډوبېدلو په تړاو به ټول لاسوندونه او شواهد په ډېر غور وارزوي .

د چين لومړي وزير وين جياباو ويلي هېواد به يې د سويلي کوريا د جنګي بېړۍ د ډوبېدلو په پېښه کې خپل بې پرې توب وساتي .

پيکنګ په دوديز ډول پر شمالي کوريا باندې د فشار له راوړو سره جوړ نه دی او په شمالي کوريا کې د رژيم د بدلون له امله په سيمه له رامنځته کېدونکې بالقوه ګډوډۍ څخه وېرېږي .

خو سويلي کوريا د نړيوالو پلټنو د موندنو له خپرېدلو وروسته پر شمالي کوريا يو لړ بنديزونه ولګول چې له دغې ډلې څخه سوداګريز اړيکي هم ځنډول شوي دي.