کردي بيلتونپالو ٦ ترکيي سمندري سرتيري ووژل

ترکيي سرتيري
Image caption د ترکيي حکومت په دې وروستيو کې د اورپکۍ د ختمولو هڅې کړندۍ کړي دي .

د ترکيي په سويل کې د د دغه هيواد د سمندري ځواکونو پر يو مرکز بريد شوى او شپږ تنه يې وژلي دي .

حکومتي رسنۍ وايي اورپکو د مديترانې په څنډو کې د اسکندرين پر سمندري پوځي مرکز د توغنديو بريد کړى دى .

د ترکيي حکومت په دې وروستيو کې د اورپکۍ د ختمولو هڅې کړندۍ کړي دي،کردۍ کارگره ډله( پي کى کى) له تېرو دوو لسېزو راهېسې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د ترکيي له حکومت سره جگړه کوي .

د حکومتي خبري رسنۍ اناتوليا د رپوټ له مخې لا نه ده څرگنده چې په دغه راکټي بريد کې سرتيري ژبل شوي هم دي که څنگه؟

بريد يوه ورځې له هغې وروسته کېږي چې د رپوټونو له مخې د کردانو بندي مشر عبدالله اوجالان له ترکيي حکومت سره د خبرو اترو د هڅو د بندولو پريکړه وکړه .

په تېرو 25 کلونو کې د کردانو په دغه جگړه کې شاوخوا 40،000 کسان وژل شوي دي.