راسموسن: د اسراييلي بريد پلټنې کوو

راسموسين
Image caption راسموسين:"په رېښتيا چې دا يوه غملړلې پېښه وه او زه د زړه له کومي د زور د کارېدو له امله د سر پر اوښتي زيان او نورو زيانونو خواشينى يم."

د ناټو سرمنشي هم اوس خپل غږ له ملگرو ملتو او اروپايي ټولنې سره غبرگ کړى او غزې ته د نړيوالې مرستې پر بېړيو يې د اسراييلي کوماندوگانو په بريد کې رامنځته شوى تاوتريخوالى غندلى دى.

اندېرس فو راسموسين بي بي سي ته وويل چې ددغې پېښې د بشپړې پلټنې غوښتنه کوي.

ناټو پرون ماسپښين د اسراييلي کوماندوگانو ددغه بريد د څپړنې لپاره په بروکسل کې بيړه نۍ غونډه جوړه کړې وه. ددې غونډې غوښتنه ترکيې کړې وه چې د ناټو غړې ده.

غزې ته روان کاروان کې د ترکيې وگړي هم وو چې د نهو وژل شويو له ډلې نه يې لږ تر لږه څلور ترکان دي.

د ناټو پارلماني غونډه په ريگا کې روانه وه، چې ترکيې په کې پر اسراييلو سخت گوزارونه وکړل.

دا موضوع د ناټو د پارلماني غونډې په آجندا کې نه وه، خو کله چې په کې د ترکيې استازى ودرېد او د مرستې پر بېړيو يې د اسراييلو بريد نړيوال امنيت ته د يوه گواښ په توگه وغانده، د ناټو د استازو له خوا ناببره د لاسونو پړکول پيل شول.

د غونډې پر مهال د ناټو سرمنشي اندېرس فو راسميوسين په مهارت سره له دې موضوع نه ځان په څنگ وساته.

خو وروسته يې ددغې پېښې په اړه د زړه خبره بي بي سي ته وکړه:

"په رېښتيا چې دا يوه غملړلې پېښه وه او زه د زړه له کومي د زور د کارېدو له امله د سر پر اوښتي زيان او نورو زيانونو خواشينى يم. زه د ملگرو ملتو د امنيت شورا د غوښتنې ملاتړ کوم چې د پېښې د بشپړې پلټنې غوښتنه يې کړې ده."

ښاغلي راسموسين وويل چې تر اوسه له ده سره د شتو معلوماتو له مخې داسې نه برېښي چې ترکيه دې د ناټو د منشور د پنځمې مادې د کارولو غوښتنه وکړي او يا دې ددې کار وړتيا ولري .

ددغې مادې له مخې د ناټو پر يوه غړي بريد پر ټولو غړو بريد بلل کېږي.

خو د ترکيې فشار په رېښتيا ددې سبب شو چې ناټو په بيړنى ډول پرون ماسپښين په بروکسل کې سره راټوله شي.

ناټو اوس د يوې وينا په خپرولو سره دغه عمل چې وينه په کې بهېدلې، غندلى او له اسراييلو نه يې غوښتي چې په بيړيو کې د مرستې نيول شوي کارکوونکي خوشې کړي.

ورته مطالب