"په ترکي حمام کې نجونې" هنري ټوټې د سوت بیز عامې بيې ته وړاندې شوې

د تېر اسلامي پېر عکسونه د سوت بیز په علني بيه کې

  • د "مصري مؤذن" لوحه، د يوه فرانسوي هنرمند جيروم لخوا جوړه شوې، چې په ۵۰۶ زره يورو وپلورل شوه. او د ساتبي د ماهرينو د تمې خلاف يې بیه ۵۰۰ زره يورو ته راټيته شوه.
    د "مصري مؤذن" لوحه، د يوه فرانسوي هنرمند جيروم لخوا جوړه شوې، چې په ۵۰۶ زره يورو وپلورل شوه. او د ساتبي د ماهرينو د تمې خلاف يې بیه ۵۰۰ زره يورو ته راټيته شوه.
  • د "په ترکي حمام کې ښځې" لوحه د يوه بل فرانسوي رسام جان ليون جيروم ده .
    د "په ترکي حمام کې ښځې" لوحه د يوه بل فرانسوي رسام جان ليون جيروم ده .
  • د "بازرا" لوحه د تونس د يوې صحنې انځور دی. چې په ۱۴۰ زره يورو وپلورل شوه، چې د کښلو تاريخ کې ۱۸۷۷ کال ته رسېږي.
    د "بازرا" لوحه د تونس د يوې صحنې انځور دی. چې په ۱۴۰ زره يورو وپلورل شوه، چې د کښلو تاريخ کې ۱۸۷۷ کال ته رسېږي.
  • د "نوبي څارونکی" لوحه، د يوه نمساوي رسام رودولف ايرنسټ هنر دی، چې په څلورمه مرتبه کې راځي، د دغې لوحې قيمت ۳۶۱ زره يورو  ټاکل شوی، چې د رسمولو نېټه يې د نولسمې پېړۍ اتيايمه لسيزه ښودل شوې.
    د "نوبي څارونکی" لوحه، د يوه نمساوي رسام رودولف ايرنسټ هنر دی، چې په څلورمه مرتبه کې راځي، د دغې لوحې قيمت ۳۶۱ زره يورو ټاکل شوی، چې د رسمولو نېټه يې د نولسمې پېړۍ اتيايمه لسيزه ښودل شوې.
  • په ۱۸۸۰ کال کې د شمالي افريقا ژوند په انځور کې لوحه، د يوه فرانسوي رسام ايګوين جيراردي ده.
    په ۱۸۸۰ کال کې د شمالي افريقا ژوند په انځور کې لوحه، د يوه فرانسوي رسام ايګوين جيراردي ده.
  • د کورودي يوه هنرمند لوحه هم په بیه اچول شوې ده.
    د کورودي يوه هنرمند لوحه هم په بیه اچول شوې ده.
  • د سويسي رسام اوتو بيلني هنري رسم، چې يوه مصرۍ نڅاګره پکې نڅېږي او ناست کسان خلاصې خولې ورته پاتې دي.
    د سويسي رسام اوتو بيلني هنري رسم، چې يوه مصرۍ نڅاګره پکې نڅېږي او ناست کسان خلاصې خولې ورته پاتې دي.
  • د فرانسوي رسام فرني لوحه، چې د لندن عامې بيې ته وړاندې شوې.
    د فرانسوي رسام فرني لوحه، چې د لندن عامې بيې ته وړاندې شوې.

د نړيوالو رسامانو لوحې، چې په ختيځ کې د ژوند انځور پکې کښل شوی، د سوت بيز مشهورې مؤسسې لخوا عامې بيې ته وړاندې شوې.

په دې کې زياتې لوحې د ۱۹ پېړۍ پر رسامانو پورې اړه لري، چې د سوت بيز مؤسسې ته يې تر درې نيم ميليون يورو ډېره ګټه رسولې ده.

د مشهور فرانسوي مشهور رسام جان ليون جيروم" په ترکي حمام کې نجونې"لوحه تر ټولو ډېره ارزښتناکه وبلل شوه.

دا لوحه یوه برتانوي وګړي په ۶۶۸ زره يورو واخيسته، د سوت بيز ماهرينو تمه وه چې په ۷۰ زره يورو به وپېرل شي.

دغه لوحه چې په ۱۸۷۹ کال کې کښل شوې، ترکي نجونې پکې ليدل کېږي چې د ترکيې په لوېديځ مرمره سېند ته څېرمه په يوه لوی حمام کې خپل دود ترسره کوي.

دغه لوحه، د اذان د منارې د معمارۍ په برخه کې تر ټولو ډېره ښکلې او په زړه پورې ده، دا د دې ښکارندويي کوي چې هغه د مصري چاپېريال په اړه ډېر مالومات لرل.

لارد بولتيمور

په داسې حال کې چې په لوحه کې يوشمېر نجونې په کاليو پټې ليدل کېږي، خو يوه پکې په حمام کې ځان مينځي، او له يوې بلې ښځې سره په خبرو بوخته ده، د حمام په څنډه کې پر يوه ترکي دوديزه څوکۍ ناسته ده او خپلې پښې موښي.

د سوت بيز ماهرين وايي د دې لوحې ښکلا نه يوازې په دې کې نغښتې، چې ترکيه کې يې د نولسمې پېړۍ يوه دودیزه صحنه انځور کړې ده، بلکې " د يوه تکړه رسام دا هنر په ډاګه کوي، چې د ښځينه پټ حمام دا ښکلې صحنه يې څرنګه انځور کړې ده. "

جین ليون جرومېه، چې د نولسمې پېړۍ د "واقعیت" مشر بلل کېږي، د حمام تياره فضا په خپل انځور د کړکيو له لارې رڼا کوي.

د همدغه رسام دويمه د "مصري مؤذن" په نامه لوحه بیا په دویم پړاو کې راځي، چې په ۵۵۶ زره يورو وپلورل شوه. د سوذبي ماهرينو دا تمه نه وه، چې ګني دا لوحه به تر ۵۰۰ زره يورو زيات ارزښت ولري.

بله لوحه د جان لیون جرومېه ده، هغه هم کله چې په ۱۸۶۵ کال کې مصر ته تللی و، چې د پخوانۍ قاهرې د ښار له ماپښين وروسته صحنه پکې کښل شوې. د پخوانۍ قاهرې د سلطان حسن الشهير د جومات يو مؤذن پکې انځور شوی.

د نولسمې پېړۍ د هنري لوحو د ادارې مدير کلاود پيننګ ويلي : "جين يون په ډېره ځيرکۍ سره د هغه مهال ښاري ژوند او د صحراء تلپاتې صحنه کښلې ده."

په اروپا کې د سوت بيز مؤسسې مرستيال مشر لارد بولتيمر وايي : "دغه لوحه، د اذان د منارې د معمارۍ په برخه کې تر ټولو ډېره ښکلې او په زړه پورې ده، دا په دې دلالت کوي چې هغه د مصري چاپېريال په اړه ډېر مالومات لرل. "

"نجونې په ترکي حمام کې" لوحه- د جان ليون جيروم اثر.

"نجونې په ترکي حمام کې" لوحه- د جان ليون جيروم اثر.

د سوت بيز وياند ماتيو فلورس بي بي سي ته وويل چې مشتري له خپل نامه او هويت څرګندولو ډډه وکړه.

د دغې مؤسسې ماهرين په دې اند دي چې د دغو لوحو په اخيستو کې بډايه عربان په منځني ختيځ کې د تصويري آلو له پېر وړاندې د غربي رسامانو د دغو هنري ټوټو د رانيولو پر سر له خپلو اروپايي سيالانو سره سيالي کوي.

لورد بولتيمور وويل : "په ټوله کې د تېرو کلونو په درشل کې موږ هک پک وو، چې عرب مشتريانو به دغه لوحې اخیستې. زياتره هغو بډايه عربانو هم د دغو لوحو د قيمت په لوړاوي کې برخه اخیسته، چې د خپلو کورونو د ښکلا په خاطر يې اخيستې. "

د "بازار" په نامه بله لوحه بيا په تونس کې د ژوند انځور کښلی دی. چې په ۱۴۰ زره یورو وپلورل شوه، د دغې لوحې د رسم تاريخ ۱۸۷۷ کال ته رسېږي.

هغه مهال د جين لیون جرومېه امريکايی شاګرد رسام فريدريک آرتر بريجدمن د تونس پلازمېنې ته تللی و.

او په څلورمه رتبه کې بيا د "د نوبي څارونکی" لوحه راځي، دغه لوحه د يوه نمساوي رسام رودولف ايرنست د لاس نښه ده، چې قيمت يې ۳۶۱ زره يورو ټاکل شوی. د لوحې د رسمولو نېټه د نولسمې پېړۍ اتيايمه لسيزه ښودل شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .