واشنګټن په یمن کې د خوشه يي بمونو په کارولو تورن شو

د خوشه يي بم پاتې برخه
Image caption د بښنې نړيوال سازمان وايي چې په يمن کې د القاعدې پر شکمنو ځايونو د بمبارۍ پرمهال امريکا خوشه يي بمونه غورځولي.

د بښنې نړيوال سازمان وايي داسې شواهد لري چې په تېر دسمبر مياشت کې متحده ايالتونو په يمن کې د القاعدې پر مشکوکه اډه په بمبارۍ کې لاس درلود.

د دې سازمان يوه چارواکي دا یو بې مسؤوليته عمل بللی چې ځينې ولسي وګړي پکې وژل شوي ځکه چې په بمبارۍ کې خوشه يي بمونه کارېدلي وو

دغه سازمان پر واشنګټن نيوکه کړې، چې په يمن کې یې د القاعدې پر شکمنو اډو په بمبار کې خوشه يي بمونه کارولي، چې ولسي وګړي پکې ووژل شول.

د سازمان په رپوټ کې راغلي، تر بريد وروسته يې داسې عکسونه ترلاسه کړي، چې په امريکا کې د جوړو شوو )توماهوک( په نامه توغندي پاتې شوني پکې ليدل کېږي.

د شمالي افريقا او منځني ختځي لپاره د د بښنې د نړيوال سازمان د استازي سلاکار فيليپ لوتر ويلي دا چې په دغه بريد کې ګڼ ماشومان او ښځې وژل شوې، د دې څرګندويي کوي چې دا کار په ډېره غيرمسؤولانه توګه شوی دی.

نوموړی وايي تر ټولو خواشينوونکې خبره خو لا دا ده چې په بريد کې له خوشه يي بمونو کار اخیستل شوی.

خو تر بريد وروسته د يمن حکومت ويلي وو چې بريدونه دوی کړي، او امريکا د بريدونو په اړه هېڅ نه وو ويلي.

بېلابېلې څرګندونې

دغه بريدونه د تېر کال د دسمبر مياشتې پر ۱۷ مه د يمن په جنوبي برخه ابين کې وشول، چې په اړه يې بېلابېلې څرګندونې کېږي.

Image caption امنسټي انټرنېشنل وايي چې يوازې امریکا دا ډول بمونه لري.

د بريد له ځايه په اخيستل شوو عسکونو کې د خوشه يي بمونو پاتې برخې ليدل کېږي.

مخکې يمني چارواکو ويلي وو چې په دغه بريد کې د القاعده ډلې ۳۴ غړي وژل شوي، خو د يمن د پارلمان يوې جرګه ګۍ تر پلټنو وروسته وويل چې پر وسله والو سربېره په بريد کې ۴۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

خو په واشنګټن کې د دفاع وزارت وياند بريان وايټمن بيا واشنګټن ته پر متوجه شوو پوښتو سترګې پټې کړې دي، او د بريد مسؤوليت يې د يمن پر حکومت او وسله وال ځواک ور اچولی دی.

ده ويلي چې امريکا په يمن کې د القاعدې ډلې پرضد د هر ډول فعالیت ملاتړ کوي.

که څه هم تر ۳۰ ډېرو هېوادونو هغه نړيوال تړون لاسليک کړ، چې له لړ کې يې له ذخيره شوو خوشه يي بمونو بايد کار وانخيستل شي، خو امريکا لا تراوسه دغه تړون نه دی لاسليک کړی.

ورته مطالب