ولسمشر عباس له خپل ترکي سيال سره ګوري

د ترکيې ولسمشر
Image caption ښاغلی عباس غواړي له خپل ترکي سيال عبدالله ګل سره په خبرو کې پر دې پوه شي چې په منځني ختيځ کې به د ترکيې رول څه وي؟

د فلسطين ولسمشر محمود عباس تر هغه يوه اونۍ وروسته ترکيې ته رسېدلی، چې نهه تنه ترکي فعالان د اسراييلي ځواکونو له خوا ووژل شول.

هغو فعالينو غوښتل چې غزې ته مرستندويه مواد ولېږدوي.

ښاغلی عباس د ترکيې له ولسمشر عبدالله ګل سره ليدنه کوي او مخکې تر هغه چې د امريکا له ولسمشر سره د ليدنې په موخه هغه هېواد ته ولاړ شي د امنيت په سيمه ييزه غونډه کې به هم ګډون وکړي.

ښاغلی عباس غواړي هغو نهو تنو ته د درناوي مراتب پر ځای کړي چې غزې ته يې د مرستندويه موادو د لېږدولو په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دې ترڅنګ ګڼې نورې مسلې هم شته چې ښاغلی عباس به يې د ترکيې له ولسمشر سره شريکې کړي.

ښايي محمود عباس غواړي په دې پوه شي چې ترکيه په منځني ختيځ کې څه رول لوبول غواړي ، په تېره بيا چې د وروستيو پېښو را په دېخوا يې د فلسطينيانو د حقونو د ګټونکي د اتل ځای نيولی دی.

يو شمېر فلسطينيان رجب اردوغان د٬٬ نوي ناصر٬٬ په نوم يادوي.

ښاغلي اردوغان د تېرې اونۍ په پای کې اسراييل په کلکو ټکو وغندل ، د دولتي ترهګرۍ تور يې پرې ولګاوه، او غزه يې د ترکيې لپاره يوه دايمي موخه وبلله.

د ترکيې د لومړي وزير له خوا د غزې د نوم يادول ښايي د ښاغلي عباس لپاره په زړه پورې نه وي، ځکه غزه د فتح د سيالې ډلې يعنې حماس لخوا اداره کېږي.

تر دې دمه ددغو دواړو ډلو ترمنځ د پخلا کولو هڅې کومې پايلې نه دي ترلاسه کړي.

له حماس ډلې سره د ښاغلي اردوغان ښکاره اوشخصي خواخوږي او له اسراييلو سره نه پخلا کېدونکې اړيکي په دې برخه کې د ترکيې د منځګړيتوب رول تر پوښتنې لاندې راولي.

ښاغلی عباس به د ايران او سوريې د مشرانو ترڅنګ په سيمه ييزه امنيتي غونډه کې هم ګډون وکړي.

اسراييل هم ددغې شل کسيزې غونډې غړی دی، خو دې غونډې ته يې يوازې د خپل يوه قونسل لېږل غوره بللي دي.

ځکه په دې پوهېږي چې د اسراييلو د کمانډو له خوا پر مرسته رسوونکو بېړيو بريدونه به په دوامداره توګه وغندل شي.