د سپينې ماڼۍ د خبريالانو مشرې استعفا (انځورونه)

د امريکا د سپينې ماڼۍ د خبريالانو مشرۍ هيلن توماس پر اسراييلو تر لفظي بريد وروسته استعفا وکړه، آغلې توماس ويلي وو "اسراييليان بايد له فلسطين څخه ورک شي" المان، امريکا او يا پولنډ ته ولاړ شي.

د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس د آغلې توماس دا څرګندونې سپکاوی بللی .

۸۹ کلنه توماس د سپينې ماڼۍ تر ټولو پخوانۍ خبرياله او د خبريالانو د ډلې مشره ده، چې د خپلو څرګندونو بښنه يې غوښتې.

هيلن توماس د خپل ژوند زياتره کاري برخه په يونايټېډ پرېس کې تېره کړې، خو له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا يې د هرست ورځپاڼې ته ليکنې کولې.

هــــيلن تــومـــاس پــه انــځـورونــــو کــــې

  • هيلن توماس له اوباما پوښتي. هيلن په ۱۹۲۰ کال کې زيږېدلې، چې مور او پلار دواړه يې لبنانيان ول.
    هيلن توماس له اوباما پوښتي. هيلن په ۱۹۲۰ کال کې زيږېدلې، چې مور او پلار دواړه يې لبنانيان ول.
  • هیلن توماس له ولسمشر اوباما څه پوښتي. توماس دله ولسمشر جان کینډي پيل د امريکا د لسو وزيرانو د دفتر د خبريالانو مشره وه.
    هیلن توماس له ولسمشر اوباما څه پوښتي. توماس دله ولسمشر جان کینډي پيل د امريکا د لسو وزيرانو د دفتر د خبريالانو مشره وه.
  • ولسمشر اوباما توماس ته د هغې د ۸۹ کليزې په وياړ مبارکي ورکوي، توماس د محافظه کارانو لخوا تر سختو نيوکو لاندې راغلې، او هغه يې د ځان پرضد بللې ده.
    ولسمشر اوباما توماس ته د هغې د ۸۹ کليزې په وياړ مبارکي ورکوي، توماس د محافظه کارانو لخوا تر سختو نيوکو لاندې راغلې، او هغه يې د ځان پرضد بللې ده.
  • هیلن توماس په ۱۹۸۷ کال کې د هغه وخت له ولسمشر ريګن پوښتنه کوي.
    هیلن توماس په ۱۹۸۷ کال کې د هغه وخت له ولسمشر ريګن پوښتنه کوي.
  • په ۱۹۶۸ کال کې هيلن توماس په سپينه ماڼۍ کې د يوې خبري ناستې پرمهال له ولسمشر ليندن جانسن څخه پوښتنه کوي.
    په ۱۹۶۸ کال کې هيلن توماس په سپينه ماڼۍ کې د يوې خبري ناستې پرمهال له ولسمشر ليندن جانسن څخه پوښتنه کوي.
  • ولسمشر اوباما توماس ته د هغې د زوکړې په مناسبت خواږه وړاندې کوي. د امريکا ولسمشرانو توماس ته مبارکۍ ورکړې دي.
    ولسمشر اوباما توماس ته د هغې د زوکړې په مناسبت خواږه وړاندې کوي. د امريکا ولسمشرانو توماس ته مبارکۍ ورکړې دي.
  •  هیلن توماس د پخواني ولسمشر بوش د وياند توني سنو د راتګ په انتظار په څوکۍ کې ناسته ده.
    هیلن توماس د پخواني ولسمشر بوش د وياند توني سنو د راتګ په انتظار په څوکۍ کې ناسته ده.
  • د امريکا مخکينی ولسمشر بوش توماس ته مبارکي ورکوي. دغه تجربه کاره خبرياله وروسته له هغه استعفا ته اړایستل شو، چې د امريکايي او اسراييلي سياستوالو او خبريالانو تر نيوکو لاندې راغله.
    د امريکا مخکينی ولسمشر بوش توماس ته مبارکي ورکوي. دغه تجربه کاره خبرياله وروسته له هغه استعفا ته اړایستل شو، چې د امريکايي او اسراييلي سياستوالو او خبريالانو تر نيوکو لاندې راغله.
  • ولسمشر کلينټن په ۱۹۹۷ کال کې توماس ته د هغې د زوکړې د کال مبارکي وايي.
    ولسمشر کلينټن په ۱۹۹۷ کال کې توماس ته د هغې د زوکړې د کال مبارکي وايي.
  • توماس له ولسمشر ريګن نه پوښتنه کوي.
    توماس له ولسمشر ريګن نه پوښتنه کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .