اسلام اباد: د ناټو پر اکمالاتي لاريو بريد کې ۸ تنه وژل شوي

د ناټو سوځېدلی ټانکر
Image caption ناټو هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره اکمالاتي توکي د روسيې او منځنۍ اسيا له لارې ولېږدوي.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه ناټو ته پر اکمالاتي لاريو نامالومو وسله والو برید کړی، چې لږ ترلږه 8 تنه پکې وژل شوي، او شپږ نور ټپيان دي. بريد کوونکو لږترلږه لس اکمالاتي لارۍ سوځولې دي.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې وسله والو د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريد کړی، چې لږ ترلږه ۸ تنه پکې وژل شوي او څو لاريو ته يې اور ورته کړی دی.

بريد تېره شپه له ښاره لس کيلومتره ليرې سنګ جاني سيمې ته څېرمه شوی.

خبريالان وايي دا پېښې به اندېښنې رامنځ ته کړي؛ ځکه اورپکو په داسې ښار کې برید کړی، چې سخته ساتنه يې کېږي.

د ناټو دغو لاريو په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي توکي رسول.

په اسلام اباد کې د پوليسو مشر بنيامين ويلي:'' تېره شپه تر لسو ډېرو وسله والو د ناټو پر هغې اډې ورغلي ول، چې افغانستان کې ناټو ځواکونو ته تېل او نور اکمالاتي توکي لېږدوي.''

سنګ جاني اډه د پېښور او اسلام اباد پر لویه لاره پرته ده.

پوليس وايي چې له وسله والو سره راکټونه، لاسي بمونه او سپکې وسلې وې.

د پولیسو په وينا، دا پېښه تېره شپه شاوخوا دوولس بجې شوې، چې په وينا یې تر ۵۰ ډېرو ګاډو ته زيان رسېدلی دی.

بريد کوونکي تر بريد وروسته په تېښته بريالي شوي .

د اسلام اباد پمز روغتون ډاکټرانو ويلي چې دوی ته اته تنه مړي وروړل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

که څه هم د پاکستان حکومت ادعا کوي چې اسلام اباد کې او شاوخوا سيمو کې يې امنيت ټينګ کړی، خو دا لومړی ځل دی چې پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه د ناټو پر اکمالاتي ګاډو بريد کېږي.

وړاندې په سرحد پښتونخوا او بلوچستان کې هم د ناټو پر اکمالاتي لاريو بريدونه شوي.

د ناټو اکمالاتي توکي د کراچۍ له سمندره دې اډې ته وړل کېږي او له هغه ځایه بيا د پېښور له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

په اسلام اباد کې د پوليسو يوه مشر کليم امام ويلي پوليس د هغو بريدکوونکو په لټه کې دي، چې غالباً پر دوو ګاډو او موټرسايکلونو تښتېدلي دي.

ناټو هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره اکمالاتي توکي د روسيې او منځنۍ اسيا له لارې ولېږدوي.

ورته مطالب