د شانګهای سازمان پر امنيت او اقتصادي همکارۍ غږېږي

Image caption د شانګهای په لسمه غونډه کې دبحث اصلي موضوع د سيمه ييزو همکاريو پراختيا، امنيت او د نشه يي توکو پر ضد مبارزه ده.

ولسمشر حامدکرزي د ځانګړي ميلمه په توګه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په لسمه غونډه کې ګډون کړی .

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه ويناپاڼه کې ويلي ولسمشر کرزی به په دغې غونډې کې د ځانګړي ميلمه په توګه وينا هم کوي .

دده د وينا مهم ټکي به د ترهګرۍ پر ضد د اغېزناکې مبارزې لپاره د سيمه ييزو همکاريو پراختيااو د شانګهای د غړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې وده وي.

ويناپاڼه وايي ولسمشر کرزی به ددغه کنفرانس په ترڅ کې د شانګهای د يو شمېر غړو هېوادونو له مشرانو سره هم و ويني او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي .

د شانګهای سږنۍ غونډه په سيمه کې د امنيت، اقتصادي همکاريو او له نشه يي توکو سره پر مبارزې بحث کوي.

دغه سازمان په 2001 کال کې د شپږو هېوادونو روسيې، چين، قزاقستان، قرغيزستان، ازبکستان او تاجکستان په ګډون د سيمه ييزو همکاريو د پراختيا لپاره جوړ شو.

دا مهال هند، ايران، پاکستان، او مغولستان پکې د ناظرو هېوادونو په توګه غړيتوب لري .

خو افغانستان که څه هم تر دې مهاله د دغه سازمان غړی نه دی ، مګر ښاغلى کرزى به په دغې غونډه کې د ميلمه په توگه ګډون وکړي.