امريکا: د نشه يي توکو ضد عمليات پای ته ورسېدل

Image caption ښاغلی هولډر وايي د خلاصون د پروژې عمليات د مکسيکو د نشه يي توکو ډلو ته يو سخت ګوزار و.

په امريکا کې د نشه يي توکو ضد مبارزې پوليس وايي د مکسيکو د قاچاقي کړيو په اړه پراخه پلټنه کې يې څه له پاسه ۲ زره کسان نيولي دي.

دوی وايي دغه ګډ عمليات چې د خلاصون پروژه بلل کېده، د چارشنبې پر ورځ پای ته ورسېدل چې په ۱۵ ولايتونو کې څه له پاسه ۴ سوه نيونې وشوې.

د (خلاصون پروژې) د پايلو د اعلان پر مهال د امريکا لوی څارنوال ارېک هولډر وويل دغه ۲۲ مياشتني اوږده عمليات د مکسيکو د نشه يي توکيو ډلو ته يو مهم ګوزار و.

ښاغلي هولډر وويل په دغو څو اداريزه عملياتو کې پام پر لېږدونکو شبکو راغونډ و، چې د امريکا او مکسيکو ترمنځ پولو په اوږدو کې فعالې دي: (( زموږ هدف دا و چې نه يوازې د ډلو فعاليتونه، بلکې د امريکا په بېلابېلو برخو کې د افرادو شبکې هم په نښه کړو، چې دغه ډلې زموږ په هېواد کې د نشه يي توکيو په وېش کې ترې ګټه اخلي، او هم ترې د نغدو پيسو او وسلو قاچاق کوي.))

د دغو ۲ زره نيول شويو کسانو ترمنځ کارلوس رامون کاسټرو راچا هم دی.

داسې انګېرنه ده چې دی د نشه يي توکيو د قاچاق د يوې سترې ډلې مشر دی.

پلټونکو په لويه کچه نغدې پيسې، وسلې او نشه يي توکي هم موندلي چې څه باندې دوه ټنه کوکاين، او ۶۲ ټنه ماريجوانا هم په کې وه.

دغه عمليات د ولسمشر اوباما د ادارې د روانې مبارزې يوه برخه ده چې له مخې يې په زياتېدونکي ډول زورزياتي کارونې او د قاچاقي سوداګرې ريښې وباسي.

امريکا او مکسيکو ډېر وخت د خپلو پولو په اوږدو کې نژدې همکاري کوي.

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی تر هغه وروسته زيات شو چې د څو ورځې مخکې د څيوداد خوارېز کې د امريکا د پولو د څارنې پوليسو يو مکسيکويي هلک په ډزو وواژه.

د امريکا د کمرګ پوليس وايي دغه هلک هڅه کوله چې په ناقانونه ډول امريکا ته ور واوړي.

د مکسيکو ولسمشر د پېښې سپيناوی غوښتی ، او د امريکا د پلټنو فډرالي ادارې FBI د پېښې په اړه يوه پلټنه پرانيستې ده.