م . م قرغزستان ته ۷۱ ميليونه ډالر مرسته وغوښته

قرغزی مور
Image caption د قرغستان د موقتې ادارې مشره وايي فکر کوي چې په توکميز تاوتريخوالي کې نژدې دوه زره کسان وژل شوي وي.

ملګرو ملتونو په قرغزستان کې د توکميز تاوتريخوالي د کابو کولو لپاره له نړېوالې ټولنې نه د ۷۱ ميليونو ډالرو غوښتنه کړې ده.

په قرغزستان کې د قومي شخړو له کبله شاوخوا څلور سوه زره کسان بې کوره شوي او د موقتې ادارې د مشرې په وينا په نااراميو کې د وژل شويو شمېر نژدې دوو زرو ته رسيږي.

په دغو شخړو کې ازبک لږه کي په نښه شوي او په زرګونو بې کوره شوي کسان ازبکستان ته اوښتي دي.

د قرغزستان لپاره د ملګرو ملتونو د دغې مرستې د غوښتنې موخه کډوالو ته د خوراک او پوښاک برابرول ښوول شوي دي.

تمه ده چې دغه پېسې په شخړو کې د ځپل شويو کسانو د شپږو میاشتو لپاره بسنه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وايي د دغو مرستو د برابرولو چارې به د بشري حقونو د همغږۍ د ادارې د مشر جان هولمز په غاړه وي.

د ازبکستان حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې د قرغزستان لپاره د مرستې له غوښتنې وروسته دې د ازبکستان لپاره هم مرسته وغواړي چې له قرغزستان نه ور اووښتو ازبک کډوالو سره مرسته وشي.

Image caption بانکي مون وايي د بې کوره شويو کسانو درې سوره زره یې اوس هم په قرغزستان کې دي ، خو سل زره يې ازبکستان ته تښتېدلي

د بانکي مون په وينا د بې کوره شويو کسانو درې سوه زره يې اوس هم په قرغزستان کې دي ، خو سل زره يې ازبکستان ته تللي چې نژدې ديرش زره يې د کډوالو په پنډغالو کې دېره دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د قرغزستان پر حکومت غږ کړی چې د وروستیو نااراميو په اړه دې بې پرې او پراخې پلټنې وکړي.

د قرغزستان د موقتې ادارې مشرې روزا اوتن بايوف ويلي چې د دې د اټکل له مخې په دغو توکميزو شخړو کې نژدې دوه زره کسان وژل شوي.

د جمعې په ورځ اغلې اوتن بايوف د اوش ليدنه وکړه چې د توکميز تاوتريخوالي مرکز بلل کيږي.

ورته مطالب