په پاکستان کې يوه امريکايي بريد ١١ تنه وژلي

وزیرستان
Image caption د روان کال له پیله په سویلي او شمالي وزیرستان کې له ۲۰۰ ډېر کسان د امریکا د هوایي بریدونو له امله و‌ژل شوي دي.

دغه بريد د ميرانشاه دختیځ په ٢٥ کيلومتري کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې لخوا پر يوه کور شوى دى. د وژل شويو کسانو هويت تر دې مهاله نه دى څرگند، خو چارواکي وايي چې فکر کوي په نوموړي کور کې وسله وال کسان وو.

ياده شوې خودمختاره سيمه د طالبانو او القاعدې د غړو مهم پټنځاى بلل کېږي او وخت ناوخت د امريکا تر توغندوييزو بريدونو لاندې راځي.

فکر کېږي چې تېره مياشت د القاعدې دريم چارواکى او په افغانستان کې ددغې شبکې د عملياتو مشر مصطفى ابوالیزيد چې په شىخ سعيد المصري هم مشهور و، په شمالي وزيرستان کې همداسې يوه بريد وواژۀ.

ځايي اوسېدونکو رويترز خبري اژانس ته ويلي، لږ تر لږه درې بې پيلوټه الوتکې لا هم د هغه کلي پر سر الوتنې کوي چې د شنبې په ورځ په نښه شو.

چارواکي وايي د ٢٠١٠ کال له پيله پر سويلي او شمالي وزيرستان شاوخوا ٧٠ هوايي توغندوييز بريدونه شوي او له ٢٠٠ ډېر کسان يې وژلي دي.

پاکستان ظاهرا دغه شان بريدونه غندلي او وايي چې په دې سره د خلکو په منځ کې د وسله والو ملاتړ ډېرېږي، خو شنونکي وايي چې بريدونو د پاکستاني چارواکو په اجازه کېږي.

ورته مطالب