چين: سېلابونو ۱۳۰ تنه ووژل او ۸۰۰ زره یې بې کوره کړل

چين

د چين فوجیان، هونان، جيانکسي، جوانجسي، جيزهو او سيچوان ښارونه هم سختو بارانونو زيانمن کړي دي.

په چين کې شخړقنده بارانونو او سېلابونو لږترلږه ۱۳۰ تنه وژلي او ۸۰۰ زره کورنۍ يې بې کوره کړې دي.

اټکل کېږي چې د ناسمې هوا له کبله به په دغو پېښوې کې د مړو شمېر تر دې هم زيات شي.

د چين په جنوبي برخه کې سخت بارانونه شوي، چې د چاواکو په وينا، ۸۰ کسان تری تم دي.

چيني چارواکو ويلي چې تر ۸۰۰ زرو پورې کسان بې کوره شوي، او د زیاتو سېلابونو له کبله له خپلې مېنو وتلي دي.

د چین په جنوب کې له یوې اوونۍ راهيسې سخت بارانونه روان دي، چې ګڼه کرنيزه ځمکه يې خرابه کړې او سېلابونو ګڼې ودانۍ ویجاړې او کورونه يې شړولي دي.

د چين سېلابونه په انځورونو کې

د چين په جنوب کې ترانسپورتيشن په ټپه ولاړ دی.

د هوا د حالاتو اداره وايي ښايي په راتلونکې کې چين د لازیاتو بارانونو شاهد وي.

تر ټولو د چين په جنوبي ایالت جوانګ دونګ کې د بيرل نهر ته څېرمه په ومنها سيمه کې زيات بارانونه شوي.

دغه سيمه د چين تر ټولو ډېره صنعتي سيمه ده.

هرکال په چين کې د مۍ مياشتې په رسېدو سره ډېر بارانونه کېږي، خو د چين جنوب لوېديځ بیا له کابو يوې پېړۍ راهیسې سخت وچ پاتې دی او ډېر ځلې خلک له وچکالۍ سر ټکوي.

د چين فوجیان، هونان، جيانکسي، جوانجسي، جيزهو او سيچوان ښارونه هم سختو بارانونو زيانمن کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .