پولنډيان ولسمشر ټاکي

پولنډيان وايي د بدلون لپاره به رايې ورکړي.
Image caption پولنډيان وايي د بدلون لپاره به رايې ورکړي.

د پولنډ خلک نن د خپل وژل شوي ولسمشر مشر ليچ کازينسکي پر ځاى د هېواد نوى ولسمشر ټاکي چې په تېر اپريل کې د الوتکې د غورځيدو په پېښه کې له لسگونو پولنډي سياسي او پوځي چارواکو سره ووژل شو.

د وژل شوي پولنډي مشر د ورور جيراسلاوو په گډون لس تنه ولسمشرى ته ولاړ دي.

تر ټولو مخکښ کانديد د واکمنې ډلې غړى او سر پرست ولسمشر برونيسلاو کومرووسکي دى .

خو خبريالان وايي چې د وژل شوي ولسمشر له ورور سره د عامو خلکو خواخوږي به د مخکښ کانديد او ده ترمنځ د واټن په کمولو کې مرسته وکړي.

پولنډيان وايي د بدلون لپاره به رايې ورکړي.

که چېرې په ټاکنو کې هېڅ کوم يوه کاندید په سلو کې ۵۰ رايې خپلې نه کړې، نو له سره به ټاکنې کېږي.

ورته مطالب