عراق: بغداد کې دوو موټربم چاودنو ۲۶ ووژل

د ویلو ده چې له ۲۰۰۶ کاله تر ۲۰۰۷ پورې په عراق کې د تاوتریخوالو په پېښو کې کمښت راغلی و، خو د تېر مارچ تر ټاکنو وروسته په دغه هېواد کې تاوتریخوالی بيا زيات شوی دی .
Image caption د ویلو ده چې له ۲۰۰۶ کاله تر ۲۰۰۷ پورې په عراق کې د تاوتریخوالو په پېښو کې کمښت راغلی و، خو د تېر مارچ تر ټاکنو وروسته په دغه هېواد کې تاوتریخوالی بيا زيات شوی دی .

عراقي پوليسو ويلي د يکشنې په ورځ د بغداد په زړۀ کې دوه موټر بم چاودنو لږترلږه ۲۶ تنه ووژل او تر ۴۰ ډېر نور يې ټپيان کړل.

برید د عراق د کورنیو چارو وزات او يوه بانک ته څېرمه د موټرو په تمځي کې شوی دی .

په بغداد کې د بي بي سي خبريلا خضیر حسین د امنيتي سرچينو له خولې لیکي، د کورنیو چارو د وزارت او بانک ودانیو ته سخت زيان اوښتی دی .

خو د عراق د کورنیو چارو وزارت بیا ويلي چې په وژل شوو کې دوه پولیس هم دي، چې چاودنې ته څېرمه د کورنیو چارو وزارت د یوې ودانۍ ساتونکي ول.

له لومړۍ چاودنې وروسته يوه بله موټر بم چاودنه هم شوې، چې ځينې حکومتي ودانۍ پکې زيانمنې شوې دي.

پوليس وايي چاودنه د ګڼې ګوڼې په يوه سیمه کې وشوه.

دوی وايي چې تر اوونيزه رخصتۍ وروسته خلک هلته د کار لپاره راټول شوي ول، چې چاودنه وشوه.

تېره اوونۍ هم په بغداد کې پر مرکزي بانک برید وشو، چې د عراقي پولیسو او بريدکوونکو په نښتو کې لږترلږه ۱۵ تنه ووژل شول.

د ویلو ده چې له ۲۰۰۶ کاله تر ۲۰۰۷ پورې په عراق کې د تاوتریخوالو په پېښو کې کمښت راغلی و، خو د تېر مارچ تر ټاکنو وروسته په دغه هېواد کې تاوتریخوالی بيا زيات شوی دی .

ټاکل شوې ده، چې تر راتلونکې اګست میاشت پوې به له عراقه امريکايي ځواکونه وځي. او د ۲۰۱۱ کال تر پايه به له دغه هېواد ټول امريکايي ځواکونه وځي.

ورته مطالب