مانوېل سانتوس د کولمبیا ټاکنې وګټلې

مانوېل سانتوس
Image caption مانوېل سانتوس وويل چې د ده بريا په اصل کې د مخکني ولسمشر ښاغلي اوېبېه بريا ده.

د کولمبیا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دغه هېواد پخوانی دفاع وزير او د واکمن ګوند نوماند خوان مانوېل سانتوس د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی شو.

نوموړي خپل سيال زرغون ګوند ته ماتې ورکړه.

د رایو د شمېرو له ښاغلي سانتوس په سلو کې ۶۹ رايې وګټلې او له خپل سيال انتاناس موکوس يو ګام وړاندې شو.

ښاغلي موکوس چې د زرغون ګوند کاندید و، په سلو کې ۴۰ رايې خپلې کړې.

د کولمبیا اوسني ولسمشر الوارو اورېبېه د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د فارک ياغیانو ته په وينا کې وويل د دوی وخت نور په ختمېدو دی.

نوموړي ټينګار وکړ، چې په هېڅ ډول یاغیان خبرو ته غاړه نه ږدي.

تېره اوونۍ د کولمبیا ځواکونو درې پوليس او یو سرتېری، چې له تېرو ۱۲ کلونو راهيسې د فارک له ياغیانو سره برمته ول، راخوشي کړل.

Image caption مانوېل سانتوس له خپل سیال ښاغلي موکوس نه وغوښتل چې اختلافونه پرېږدي او د هېواد د يووالي لپاره کار وکړي.

سانتوس ژمنه وکړه، چې د هېواد د امنیت لپاره به ستر ګامونه پورته کړي.

ده وويل تر هغه چې د کولمبا ټوله خاوره يې د حکومت تر واکمنۍ لاندې نه وي راوستې، ارامه به کښې نني.

سانتونس له آلوارو اورېبېه څخه، چې د واکمنۍ دوره يې پای ته رسېدلې، مننه وکړه.

دواړه سانتونس او اورېبېه د ټولنيز پيوند د ګوند غړي دي.

اورېبېه پوره پر کولمبیا پوره اته کاله واکمني وکړه.

مانوېل سانتوس وويل چې د ده بريا په اصل کې د مخکني ولسمشر ښاغلي اوېبېه بريا ده.

نوموړي له خپل سیال ښاغلي موکوس نه وغوښتل چې اختلافونه پرېږدي او د هېواد د يووالي لپاره کار وکړي.