اوباما ولې مکرېسټل لېرې کړ؟

ښاغلی مکريسټل
Image caption ولسمشر اوباما د جنرال مکرېسټل تېر پوځي خدمت خورا وستايه.

اوباما په پاى کې دې پرېکړې ته ورسېد چې د پوځ ملکي مشرتابه او دده خپل واک ته په داسې يوه حالت کې خورا سپکاوى شوى چې پر مشرتابه يې په نورو لاملونو هم پوښتنې راپورته شوې وې.

په پوځ کې به ډېری دا يوه غميزه وبولي، ځکه چې هغوى په ډ اگه جنرال سټنلي مکرېسټل د جگړې د ډگر وتلى قوماندان گاڼه.

خو ډېر نور خپل دا خصوصي نظر هم څرگندوي چې نور د هغه د تگ وخت و.

ولسمشر اوباما د جنرال مکرېسټل تېر پوځي خدمت خورا وستايه.

خو د هغه په محاسبو کې به يوه دا هم وه چې ايا جنرال به وړاندې هم اغېزمن وي او که نه او د افغان جگړې له نوې تگلارې سره له نژدې تړاو سره سره ايا دا امکان به وي چې له سپکو کړو چارواکو سره په گډه کار ته دوام ورکړي او که نه.

عجيبه ده چې جنرال ډېوېډ پټرېياس يو ځل بيا د يوې کړکېچنې دندې منلو ته وردانگي.

که په امريکايي جنرالانو کې داسې يو څوک وي چې په دې وروستيو کې يې نوم تر جنرال مکرېسټل په ولس کې په لا درنښت يادېږي، نو هغه جنرال پټرېياس دى.

د هغه نومېدو ته به د يوه تسکين په سترگه کتل کېږي.

دى په سيمه کې د امريکايي ځواکونو د لوى قوماندان په توگه له افغان تگلارې سره نژدې اشنا و او نظر يې پرې ساته.

دى لا له مخکې مهمې څېرې ښې پېژني. همدا چې يې په چټکۍ سره د مشرتابه ولکه تر گوتو کړى شوه، دا پخپله يو مهم عامل دى.

ددې څوکۍ نور ټول کانديدان له يوې يا بل ډول ستونزې سره مخامخ وو.

البته، ډېوېډ پټرېياس هغه مهال شهرت ته ورسېد چې عراق ته د نورو عسکرو تر استول کېدو وروسته د حالاتو راکابو کېدل دده له برکته وبلل شول.

ده دغه راز د هغې تگلارې ډېرې برخې هم په لومړي ځل ازمايلې چې جنرال مکرېسټل وروسته په افغانستان کې پلې کړې، که څه هم دى په لومړي هغو کسانو کې و چې ويل يې عراق له افغانستان سره توپير لري.