جنرال پيتريس څوک دى ، بريالى به شي ؟

جنرال پیتریس

جنرال پیتریس د ښه نوم او شهرت خاوند بلل شوى دى

جنرال پیتريس د امریکا یو پېژندل شوی پوځي شخص دی. هغه له دوه زره نهم کال راهیسې په منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او د افریقا په ختیځ کې امریکایي ځواکونو عمومي قومندان دی.

داسې تمه ده چې هغه به خپلې دغه دندې پریږدي، چې په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو د قومندانۍ کارونه پرمخ یوسي.

جنرال پیتریس په عراق کې د جګړې د ښې مشرۍ له کبله ځان ته ښه نوم او شهرت ګټلی دی.

مخکې تر دې چې مرکزي قومندانۍ ته ولاړ شي، شل میاشتې په عراق کې و ، او په هغه موده کې یې په عراق کې د امریکايي ځواکونو د ډېرولو په مفکورې کار وکړ، چې ویل کیږي په پایله کې یې قومي مرګ ژوبلې راکمې شوې.

د جنرال پیتریس مخالفین په دې آند دي چې هغه په خصوصي کړیو کې افغانستان ته د ډیرو سرتېرو د لیږلو په برخه کې د بارک اوباما له پلان څخه ملاتړ کړی دی.

جنرال پېتریس په ۱۹۵۲ کال کې زیږېدلی، او د ویست پاینت په نوم پوځي پوهنتون کې یې زده کړې کړي.

هغه ډېر کلونه په امریکا، اروپا او منځني ختیځ کې د توپچي افسر په توګه دنده ترسره کړې ده.

په نولس سوه یو نویم کال کې یو سرتېری په تصادفي ډول پر مخ ولوید، چې د ټوپک ګولۍ یې جنرال پیتریوس سخت ټپي کړ.

په عراق کې

په دوه زره دریم کال کې کله چې امریکا پر عراق برید کاوه، جنرال پېتریوس د ۱۰۱ مې هوايي فرقې قومندان و، چې پر بغداد یې د برید دنده درلوده.

په نولس سوه یو نویم کال کې یو سرتېری په تصادفي ډول پر مخ ولوید، چې د ټوپک ګولۍ یې جنرال پیتریوس سخت ټپي کړ.

او وروسته د جنرال پیتریس په مشرۍ دا فرقه د عراق موصول ښار ته ولیږل شوه.

هغه په موصل کې هڅه وکړه چې سیمه ييز اقتصاد بیا ورغوي، امنیتي ځواکونه په پښو ودروي او دموکراتیکې ټولنې رامنځ ته کړي.

په موصول کې د جنرال پیتریس د جوړې شوې تګلارې له مخې امریکايي پوځیانو ته امر وشو چې د تاوتریخوالي له تکتیک څخه لږ کار واخلي، او د خلکو د زړونو لاسته راوړلو او ملکي وګړو په ساتنه کې له صداقته کار واخلي.

ډیری کسان په عراق کې د تاوتریخوالي د نسبي کچې راټیټېدل په جنرال پېترایس او د هغه په سیاست پورې تړلي بولي.

په عراق ، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وايي په عراق کې د جنرال پېتریس شهرت او لاس ته راوړنې به د ده د نوې دندې پر مهال د واشنګټن سیاسي ملاتړ هم ولري.

شهرت

د بي بي سي د دفاعي او امنیتي چارو خبریال نیک چایلدز وايي په امریکا کې دننه او له هغه هېواده بهر د جنرال پېتریس ښه شهرت هغه ته سیاسي او دیپلماتیک مهارتونه ورپه برخه کړي دي چې د مک کریسټل په وجود کې نه لیدل کېدل.

د بي بي سي خبریال وايي که څه هم هغه په عراق کې بریالی و خو ډېر کسان په دې باور دي چې په عراق کې له هغه سره بخت ملګری و.

دا چې په افغانستان کې به بخت له هغه سره مل وي دا یوه خبر ده ، خو هغه په خپله دا مني چې په افغانستان کې جګړه تر عراقه ډېره سخته ده.

د بي بي سي خبریال وايي د جنرال پیتريوس لپاره د عراق او افغانستان توپیر دا دی چې هغه افغانستان ته له کومې نوې ستراتیژۍ سره نه ورځي.

ستاسي ايميلونه

قاسم حلیمي، کابل

زه له ډاکټر عبید سره همفکره یم او وابم چې جنګ هېڅ وخت د حل لاره نه ده یوازېنی حل سوله راوستلای شي او هغه هلته چې د سولې پروسه په رښتیا افغانانو ته وسپارل شي. د اداري فساد په کلکه مخنیوی وشي . په ټولنه کې عدالت تأمین شي، بغیر له دې که هتلر هم په افغانستان کې د جنګ قومندان شي جنګ به ونه ګټي.

نوی پوځي جنرال به هم نه شي کامياب ، ځکه چې له افغان حکومت سره يې اړيکي تر زاړه جنرال ښه نه ښکاري او زوړ جنرال له حالاتو سره هم بلد و.

مسلميار –دوبۍ ،عرب متحده امارات

حمید شیرزی، لندن

جنرال پيټريس به تر ډېره ده خپلو چاو کې چې په افغانستان کې به ترسره کوي، بریالی وي، خو د امنیت نشتوالي کې ۵۰ د افغانستان اوسنی دولت ګرم دی، نه بهرنیان، موږ باید خپلې چارې په خپل لاس کې واخلو، نه چې ډېر پنډ پر بهرنیانو واچوو.

چمکنی، شهرنو، پکتیا

که موږ په رښتيا سره يوه سروې تر سره کړو ورځ په ورځ حتي ساعت په ساعت د مخاليفينو ځواک قوي کيږي او د خلکو کرکه هم له ناټو سره ښه په تيزي روانه ده زما په نظر باندې جنرال مکرېسټل يو طلايي چانس پيدا کړ او پښې يې له افغانستان څخه سپکې کړې خو پيتریس ته خو به دا موقع په لاس ور نه شي تر څو د جنرال مکرېستل په شان له موقعې استفاده وکړي ولې چې پيتریاس خو له پخوانه د پښتنو لوی دښمن دی او تر څو چې پښتانه څوک په ارامه پرېنږدي او دوی ته ټول حقوق ورنه کړی شي که د مکرېسټل په شان څو نور جنرالان هم بدل رابدل شي، ګټه نه کوي.

شاه پور ملکزی، کابل

افغانستان کی یو اداري سیستم ته ضرورت دی تبديلي د افرادو کم مصبیت یا منفي تاثیرنه لري .اوس وخت کې دې د دولت او خلکو ترمنځ فاصله ډیره ليرې شوې ده.

افغان یار، کابل

زما په اند پیتریوس یوازې لویه کامیابي چې په عراق کې یې لاسته راوړه هغه داوه چې د القاعده او یا د عراقی جنګیالیو لوړپوري قومندانان یې ووژل مګر افغانستان کې د یو خوا نه اواره ساحه یې د عقران په اندازه کمه او غرونه زیات، له بلې خوا د مشر په وژل کیدو نوی یا واړه قومندانان د وژل شوي قومندان نه ښه کار کوي او د بلې خوا د پاکستان ګټې د دې جنرال د ناکامۍ لامل کیدای شي ځکه همدا اوس د قومي مشرانو وژل دده اول کار دی مګر د افغان دولت ضد مقاومت کموالی نه بلکې د پښتنو د قهر زیاتوالی ښيي نو ناکام قومندان دی.

ګل خان، تهران

جنرال پیتریاس خو له اوله ښوېیدلی دی کله چې دی د افغانستان د نوم په اوریدو بې هوښه شو نو تاسې څه فکر کوﺉ چې دی به کامیاب شی.

زه فکر کوم بارک اوباما نه غواړي چې په افغانستان کې امنیت راشي.همدا دلیل و چې پخوانی جنرال یې له وظیفې ليرې کړ، په همدې تغیراتو به حالات نور هم کړکېچن شي.

شریف، ګردیز

محمدریحان وردگ، کابل

جنرال پیتریس په عراق که نه بلکې په ټوله نړۍ کې قومانداني کرې وي، خو په افغانستان کې به د پښتنو سره د 30000 عسکرنه بلکې دوه برابره عسکر چې نورهم راولي بیا به هم جګړه بایلي.

گل رحمان، کابل

جنرال پیترياس د امریکا یو پېژندل شوی پوځي شخص دی موږ د هغه پوځي پوهې ته احترام لرو. اما د افغانستان مسله یوه سیاسي مسله ده دلته غربیان خپل استراتیژیک اهداف لري تر څو چې غربیان د خپلو اهدافونه تیر نشي او په صداقت کار ونه کړي افغاستان نه جوړېږي.

عصمت الله سلطاني، فرانکفورټ

زما په فکر جنرال پيټرياس به يو اغېزمن پوځي مشر وي په افغانستان کې، ځکه چې په دغه هېواد کې اوسنی وضعیت د عراق له حالاتو توپير لري، ده ته به ډېر وخت ته اړتیا وري، چې د مکرېسټل په پاليسۍ ځان پوی کړي، هغه په تېر يوه کال کې افغانستان کې ډېره تجربه ترلاسه کړه، او د افغانستان له خلکو سره اشنا شو، او پوهېده چې افغانان څه غواړي.

بصیر احمد، ترینکوټ

د افغانستان روانه ستونزه سیاسي حل لري نه نظامي، نو په همدې دلیل د جنرالانو ادلون بدلون په سیاسي حل لاره کوم مثبت تاثیر نه لري، او د پخوا په شان به د دوام شاهدان یو.

موسی، کابل

لومړی باید افغان کولتور مطالعه کړي او د ډېرکیو پښتو ته ډېره پاملرنه وکړي، له افغان حکومت سره همغږي رامنځ ته کړي، او د بهرنیو کړيو شومې مشورې ونه مني.

شمس، لندن

دواړه د یوه خره غوږونه دي، یو هم د افغانستان په درد نه خوري.اساسي کار نه کوي چې سوله راشي.

عبدالهادي سادات، وردګ

د پيتریاس لپاره به دا په گټه وي چې د افغانستان د خلکو له وژنې لاس واخلي. او بیا ترمهمه داده چې پيتریاس امریکایي چارواکو ته دا ووایي او قناعت ورکړي چې باید د افغانستان ټولو مخالفینو ته بې له قید اوشرط نه بلنه ورکړي او د خبرو اترو لارې چارې مساعدې کړې.

فضل الرحمان تسل، کابل

زه فکر نه کوم د یو جنرال په بدلولو دغه غمیزه پای ته ورسیږي. ټولو ته معلومه ده چې دا د افغانانو جنګ نه دی. افغانان د دې ناتار قربانیان دي. په منظم ډول د درو لسیزو لپاره دغه ځوریدلی ولس د جنگ په مورچل کې لوی شو. د قانون او دولت سره یې فاصله پیدا شوه. اوس هم دغه دولتي ټیکداران د دې پرځای چې جوړه شوې فاصله د مینې او محبت په وسیله راکمه کړي، د خپل تجارت د پرمختګ لپاره دغه ولس نورهم ځوروي، او د دغه مظلوم ولس د اولادونو په وینو د خپلو زامنو لپاره په بهر ملکونو کې د مېشت او تعلیم زمینه برابروي.

شفيق الله خاطر، کونړ

ترکومه وخته چې دملکي خلکو ژوند په همدې رقم وي او د امريکايي قواوو لخو انه ورته همداسې زيانونه رسي جنگ به په قلار نه شي چي همدا خالات امريکايان هم غواړي. که دوي کومه مقابله کول غواړي د خپل انډول سره دې لاس په گرېوان شي نه د بې وسه افغانانوسره.

م، ه، خوستی، ميلبورن

زه فکر کوم تر هغه چې په افغانستان کې یو مشروع حکومت، پاکه اداره او کار پوه کسان په کار و نه ګمارل شي، د پښتنو ونډه په واک کې ډیره نشي، د مخالفینو سره رښتنۍ خبرې ونشي،بهرنیان د هیواد څخه و نه وځي او د آی اس آی او پاکستان لاسوهنه په افغانستان کې پای ته ونرسیږي، ترهغه سوله او ټیکاو هیواد ته نشي راتلای.

ناټو او ایساف باید د خلکو له اجازې د افغانانو کورونه ونه پلټي.

روح الله، لوګر

عطاالله، کونړ

جنرال پیتریوس باید د جګړې جرړې پیداکړي او هغه له بیخه وباسي او هغه دا چې د جګړې جرړې او جګړه مار په افغانستان کې نشته . که په حقیقت کې غواړي چې جګړه ختمه شي او دی بریالی شي، نو هغه باید اول قدم کې په پاکستان زور واچوي ترڅوجګړه مار تمویل او تجهیز نکړي همدارنګه په دولت کې باید هغه کسان کار وکړي چې د جګړې محصول ته په تمه نه وي چې داسې ډیری کسان پدې حکومت کې شته چې په سوله کې خپل زیان ګوري همدوی دي چې جګړه اوږدوی او اداري فساد کوي دې ټکو ته باید پاملرنه وشي .

عبدالرحمان تسل، لوګر

زه فکر کوم چې پیتریوس به په افغانستان کې کامیاب نشي ځکه په عراق کې ډیویډ پیتریوس یوه نوې ستراتیژۍ پرمخ یووړه خو دا ځل چې په افغانستان کې کومه ستراتیژي پرمخ وړي هغه لا له وړاندې مکرېسټل پلې کړې ده.

روح الله، لوګر

ناټو او ایساف باید د خلکو له اجازې د افغانانو کورونه ونه پلټي.

احسان جلا اباد

تر هر څه لومړى بايد امريکا په افغانستان کې ژمن او وړ ملګري او چارواکي پيدا کړي او بيا د افغانستان جګړه دوه ډوله يانې د پخلاينې په پروسې او د جګړې پر ضد جړې سره هوارېداى شي او هغه هم په ملي اردو او ملي پوليسو نه شل کيږي فقط کلي په کلي او کور په کور مليشه ځواکونه رامنځته او ملي پوليسو او ملي اردو او بهرنيو ځواکونو ته دې د سرحدونو دفاع ورکړ شي او بله لار يې دا ده چې پاکستان او ايران په خپل غم اخته کړاى شي ا وروسيې او چين سره دې امريکا د افغانستان او سيمې پر سر جوړجاړي ته ورسېږي.

ثاقب جان، کابل

د جنرالانو بدلول کوم اهمیت نه لري او مهم د ستراتيژۍ بدلون دی، که امریکایان په همدې ډول پرمخ ولاړ شي، نو ناکامي يې په برخه ده.

عتیق شیرانی، کابل

جنرال پتریاس یو کامیاب او تجربه لرونکی جنرال دی. او که چیرې جنرال پتريایس وغواړي چې ملکي تلفات کم شي. نو دا کار هغه حتماً کولی شي. او خدای دې وکړي چې دا کار وشي . او د افغانانو وینه نوره توی نه شي.

انجنیر فریدالله ساحل، ارزګان

جنرال پيټریاس ته په کار ده چې د ارمیکا په فضل بریا کې افغاني مشاورینو ته ځای ورکړي، چې خپلې ستراتيژۍ په عملي کولو کې بريالي شي.داسې په کار پوه مشاورین باید وګماري چې د پوهې خاوندان وي او د افغانستان د کلتور او دودونو نه خبر وي.

جاويد، جلال اباد

زما په اند کتل او نه کتل هغه يو بېل سوال دی، خو تر ده مکرېسټل ښه وو، ځکه هغه همغږي درلوده او بل دا مسله بايد يوه سيمه ييز حل پيدا کړي پاکستان ايران هندوستان او داسې نور تر فشار لاندې راوستل شي.

فضل غني حقمل، کابل

دواړه د یو آس غوږونه دي تر هغو چې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو مخه ونه نیول شي، فکر نه کوم چې دا جنګ کومه نتیجه ورکړي که هرڅومره جنرالان بدل رابدل شي .

عبدالعزیز حقپرست، فراه

زما په اند د افغانستان او عراق تر منځ لوی توپير دا دی چې په عراق کې جګړه په ښارونو کې وه، او د افغانستان جغرافيوي جوړښت تر عراق ډېر توپير لري، هغه دا چې افغانستان یو غرنی هېواد دی او د جګړې پايلې تر هواره ځمکه په غرونو کې ډېرې ټکنۍ وي، بله دا چې د افغانستان اوسني چارواکي تر هغه ځايه په فساد کې ډوب دي چې هېڅ یو فکر هم نه کېږي.

عتیق شیرانی، کابل

پيټريس يې تر هغه نه شي ګټلای چې نړيوال په رښتيا او صداقت کار و نه کړي . له ملي پيوستونه ، پرته دغه ستونزه نه شي هوارېدای .

الله نظر ساپی –مادريد، اسپانيا

د جنرالانو بدلول کوم اهمیت نه لري او مهم د ستراتيژۍ بدلون دی، که امریکایان په همدې ډول پرمخ ولاړ شي، نو ناکامي يې په برخه ده.

ممریزمینه وال، جلال اباد

د جنرال مکریستل گوښه کول به د افغانستان په حالاتو بده اغیزه ځکه وکوي چې پدې وروستیو کې د جنرال مکریستل لخوا د امنیتي ځواکونو همغږي زیاته شوې وه او د پتریوس په راتگ به اوسني هماهنگي متضرره شي علت یې دا دی چې په اوسنیو وختونو کې د امنیتي ځواکونو همغږيۍ ته زیاته توجه شوې وه او نوی قوماندان چې نویو چاروته متوجه کېږي، وخت ته به ضرورت وي.

حکمت الله ملیار، کلیفورنیا، امریکا

تر څو چې نړیواله ټولنه د پاک نیت په درلودلو سره په یوه ستراتیژۍ چې هم د نړیوالو او هم د افغانان په خیر یي سره سلا نشي، د پاکستان د سي آی اې او نورو کړیو د لاس وهنې جرړې ونه ایستل شي، په دولت کې فساد له منځه ولاړ نشي، په پښتنو د نړیوالو او کورنیو ځواکونو زور زیاتی ختم نشي او پښتنو ته د هغوی د حق په اندازه په دولتي ادارو کې واک ورنګړل شي، د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو واک خپله افغانانو ته ورنګړای شي او ورسره ورسره د اړوندو نورو هیوادونو ګډې ګټې په پام کې ونه نیول شی هیڅ بدلون هم نشي راتلای.

شمس، لندن

اشغالګر به افغانستان كې نشي بريالي كيدای كه هغه مكرېستل دی او كه پيترياس او يا بل وي دا د دوی وروستۍ هلې ځلې دي خو ټول به جګړه بایلي.

ضياء، جلال اباد

لومړی باید افغان کولتور مطالعه کړي او د ډېرکیو پښتو ته ډېره پاملرنه وکړي، له افغان حکومت سره همغږي رامنځ ته کړي، او د بهرنیو کړيو شومې مشورې ونه مني.

عبدالستارصدیقي، کندهار

زما په اند د پتريوس ټاکل هسې په افغانستان کي خپلي ماتي ته د اوړو پزه جوړول دي، ترڅو خپلو ناکاموهڅوته دوام ورکړي اوافغان ا ولس ته دلازیاتوزيانونواړول اودافغانانو د وينې تویولو زبيښاک شي. امريکا نورهم غواړي خپل دغه وحشيانه جنګ ته د قانونيت بڼه ورکړي، هغه جنګ چې په کور د ننه او بهر کې يې خپل ملاتړ مطلق د لاسه ورکړی دی. فکرکوم د پتريوس ټاکل افغانستان ته هيڅ سوله نه شي راوستلای بلکې دغه جګړه به نوره هم وغځيږي او په هيواد کې به نورې وينې توی شي او پښتون اولس به نورهم د مرګ کندې ته ددغو وحشي نړيوالوځواکونولخواواچول شي.

شریف، ګردیز

زه فکر کوم بارک اوباما نه غواړي چې په افغانستان کې امنیت راشي.همدا دلیل و چې پخوانی جنرال یې له وظیفې ليرې کړ، په همدې تغیراتو به حالات نور هم کړکېچن شي.

ضياء، جلال اباد

اشغالګر به افغانستان كې نشي بريالي كيدای كه هغه مكرېستل دی او كه پيترياس او يا بل وي دا د دوی وروستۍ هلې ځلې دي خو ټول به جګړه بایلي.

حامد-جده ، عربستان

په افغانستان کې هر امريكايي جنرال ، هغه که پيتريس وي اوكه بل څوک ، خو که په رښتينې توګه غواړي چې بريالي شي نو دا څو ټکي دې په پام کې ونيسي:

د ولسي خلکو ژوند ته دې پوره پام وکړي ، د خلکو کورنه دې نه تالاشي کېږي او پښتنو ته دې د نفوسو په انډول په حکومت کې ونډه ورکړل شي .

په اوسني حکومت کې د پښتنو ونډه ډېره لږه ده په ځانګړي ډول د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو کې .

او بل دا چې د شمال ټلوالې ته دې غوږ نه نيسي .

مسلميار –دوبۍ ،عرب متحده امارات

نوی پوځي جنرال به هم نه شي کامياب ، ځکه چې له افغان حکومت سره يې اړيکي تر زاړه جنرال ښه نه ښکاري او زوړ جنرال له حالاتو سره هم بلد و.

ډاکټر عبيدي – بوداپست

افغانستان او عراق صرف اسلامي شباهتونه لري او بس.

تر سنکدر کبير لوی قوماندان ، تر چنګېزخان لوی وينې څښوونکی ښامار، تر انګليس لوی استعمارچيان او تر روسانو لوی پوځي ځواک لا جهان نه دی کتلی خو دا ټول په افغانستان کې تارومار شول .

پوښتنه دا ده چې ايا جنرال پيټريس څه کولای شي ؟ ځکه د افغانستان قضيه کومه پوځي او نظامي قضيه نه ده بلکې د ابر قدرتونو تر منځ شخړه ده .

الله نظر ساپی –مادريد، اسپانيا

پيټريس يې تر هغه نه شي ګټلای چې نړيوال په رښتيا او صداقت کار و نه کړي . له ملي پيوستونه ، پرته دغه ستونزه نه شي هوارېدای . ستونزه بايد افغانان پخپله حل کړي امريکا يې نه حل کوي. که دغه جنرال د عراق تجربه لري خو افغانستان او عراق بيا ځمکه او اسمان فرق لري .

زه يې يواځنی حل د افغانانو جرګه ګڼم.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .