جنوبي افريقا ته روان پاکستانيان ونيول شول

بوتسوانا
Image caption په دې وروستيو کې په عراق کې د القاعدې يوه نيول شوي غړي – عبدالله اعظم القحطاني هم اعتراف کړى چې غوښتل يې په جنوبي افريقا کې د لوبو پر مهال،د هالنډ او ډنمارک پر لوبډلو بريدونه وکړي.

له زېمبابوې نه رارسېدلي رپوټونه وايي چې د هغه هيواد پوليسو دوه پاکستانيان چې جنوبي افريقا ته روان وو، پر پوله نيولي دي.

جنوبي افريقا همدا اوس د فوټبال د نړيوالو اتلوليو کوربه ده او په نيول شويو کې د يوه تن په اړه لا دمخه د ترهگرۍ په تور د نيولو امر شوى دى.

د رويټر خبري آژانس د زېمبابوې د پوليسو د يوه وياند له خولې تاييد کړې چې د يوه د نيولو لارښوونه شوې، خو په دې پړاو کې لا نشي ويلى چې دا د ترهگرۍ په تړاو ده او که څنگه.

د نيول شويو کسانو نومونه لا نه دي ښودل شوي او پوليس دا هم نه وايي چې کوم هيواد د نړيوالو پوليسو – يا انټرپول له لارې ددغه پاکستاني وگړي د نيولو غوښتنه درلوده.

د زېبمابوې يوې ورځپاڼې – هيرالډ ليکلي چې پاکستاني نيول شوي کسان له سعودي نه تانزانيا ته تللي او هلته يې د جعلي کېنيايي پاسپورټو له تر لاسه کولو وروسته تېره شنبه – يکشنبه د سړک له لارې ځانونه زېمبابوې ته رسولي وو.

امنيتي کارپوهان اندېښنه لري چې د جنوبي افريقا له ډاډگيرنو سره سره، د فوټبال نړيوالې اتلولۍ ښايي د ترهگرو بريدونو له خطر سره مخامخې وي.

په دې وروستيو کې په عراق کې د القاعدې يوه نيول شوي غړي – عبدالله اعظم القحطاني هم اعتراف کړى چې غوښتل يې په جنوبي افريقا کې د لوبو پر مهال،د هالنډ او ډنمارک پر لوبډلو بريدونه وکړي.