د تورنټو په سرمشريزه کې پر افغانستان خبرې وشوې

Image caption د تورنټو په سرمشريزه کې پر نړيوال اقتصادي کړکېچ سر بېره د افغانستان په تړاو هم بحثونه وشول.

د نړۍ تر ټولو شتمنو هېوادو ومنله چې نړيوال اقتصادي کړکېچ ددې سبب شوى چې تر ٢٠١٥ کاله د بېوزلۍ د ورکولو لپاره د ملگرو ملتو له خوا ټاکل شوي ټول هدفونه تر لاسه نشي.

دا اعتراف په هغه وينا کې راغلى چې د کاناډا په تورنټو کې د اتو سترو صنعتي هېوادنو د سرمشريزې په پاى کې خپره شوه.

خيريه ټولنې وايي شتمنو هېوادو پېنځه کاله مخکې کړې ژمنې تر پښتو لاندې کړې او د بېوزلۍ د ورکولو لپاره يې د ژمنه کړو ٥٠ ميلياردو ډالرو يوازې لږه برخه چمتو کړې ده.

د اتو پرمختللو هېوادنو مشرانو وروسته د دولسو نورو شتمنو هېوادو له مشرانو سره د "جي شل" ډلې په غونډه کې گډون وکړ.

په دواړو کې د نړۍ د اقتصادي کړکېچ د مخنيوي په برخه کې د گډونوالو تر منځ د نظر ژور توپيرونه وو.

دغه ډول توپيرونه ان د دوو نژدې ملگرو – امريکا او بريتانيا د مشرانو بارک اوباما او ډېوېډ کامران تر منځ هم وليدل شول.

ښاغلو اوباما او کامران په جلا خبرو کې د اقتصادي کړکېچ تر څنگ ، د افغانستان پر لانجه هم خبرې وکړې چې دواړه په کې پوځي ځواکونه لري.

ولسمشر اوباما او صدراعظم کامران د امريکايي مشر په ځانگړې چورلکه کې د شلو اقتصادي ځواکونو د غونډې ځاى ته ورسېدل.

د غونډې نورو برخه والو دغه څه باندې دوه سوه کيلومتره لاره په موټر کې ووهله.

د امريکا او بريتانيا مشران له چورلکې څخه تر کوزېدو وروسته، له خپلو امنيتي سلاکارانو او د ماليې له وزيرانو سره رسمي دوه اړخيزو خبرو ته کېناستل.

د امريکا د حکومت ټينگار پر بې ځنډه اقتصادي ودې دى، په داسې حال کې چې د بريتانيا نويو مشرانو د کاناډا غونډې ته له ورتگ وړاندې د بودجوي کسر د مخنيوي لپاره په لگښتونو کې د خورا ډېر کموالي اعلان کړى و.

له دې سره سره هم، دواړو ويل چې سفر يې پر يوه لور دى، سره له دې چې د تگ وسيلې يې جلا جلا دي. د افغانستان په اړه د هغوى ټينگار دا و چې افغان حکومت ته يې د خپلو وړتياوو د ډېرولو لپاره د وخت په ورکولو، سمه تگلاره غوره کړې ده.

خو دا خبره ونشوه چې دواړه هېوادونه به د ځواکونو په را ايستلو پيل کوي.