قرغستان: په غوڅ اکثریت د نوي اساسي قانون ملاتړ وشو

رای اچوونکی
Image caption لنډمهاله واکمن حکومت ويلي چې د نوي اساسي قانون په رای اچولو کې به شاوخوا دوه نیم ميليون کسان برخه واخلي.

د قرغزستان ټاکنيز چارواکي وايي په ټولپوښتنه کې د ډېرئ اچولو شويو رايو له شمېرنې جوتېږي چې راى ورکوونکو په غوڅ اکثريت د نوي اساسي قانون ملاتړ کړى دى.

تر دې وړاندې لنډمهالې مشرې روزا اوتانبايوا ويلي و چې هيواد د ولسواکۍ يوه نوې لاره غوره کړې ده. په نوي اساسي قانون کې پارلمان ته ډېر واک ورکړ شوى دى.

د روسيې ولسمشر دېمتري مېدوېدېف گواښنه وکړه چې ښايي له دې نه اورپکي -- واک ته د رسېدو گټه واخلي.

پرونی حال (یکشنه، د جون ۲۷مه)

په قرغزستان کې د نوي اساسي قانون لپاره رای اچونه پيل شوه.

وړاندې په اساسي قانون کې د بدلون لپاره ټولپوښتنه وشوه.

د نوي قانون له مخې به د ولسمشر واکونه کمېږي، خو د پارلمان صلاحیتونه به ورسره زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې د قرغزستان په تاوتريخجنو پېښو کې سلګونه کسان ووژل شول، لسګونه زره د دغه هېواد جنوبي اوش او جلال اباد ښارونو ته وکوچېدل.

په وړانديز شوي قانون کې به د راتلونکو ټول ټاکنو وخت راتلونکې د سپتمبر میاشت وي.

لنډمهاله واکمن حکومت ويلي چې د نوي اساسي قانون په رای اچولو کې به شاوخوا دوه نیم ميليون کسان برخه واخلي.

د نوي انتقالي حکومت مشرې روزا اوتونباييفا ويلي تر هغه به په هېواد کې امنیت او نظام ټينګ نه شي، چې نوی قانون نه وي جوړ شوی او د دولت بسنټيزه تشکیل نه وي جوړ.

خو شنونکي په دې اند دي چې ښايي په دې حساس وخت کې به د اساسي قانون لپاره رای اچونه مناسبه نه وي.

د بشري حقونو د څار کومېټې هم ويلي چې د اساسي قانون بدلون به ناامنیو ته لمن ووهي او شاید د قرغزي او اوزبک لږکیو ترمنځ تاوتريخوالی لا پسې زيات شي.

بل خوا په اروپا کې د امنیت او مرستې ټولنې هوډ کړی چې د دغې ټولپوښتنې لپاره به قرغزستان ته خپل څارونکي ونه لېږي.

په قرغزستان کې چارواکو اعلان کړی چې د ټولپوښتنې لپاره يې په جنوبي اوش ښار کې سخت امنیت نیولی دی.

په دغه ښار کې وړاندې د تاوتریخوالي کچې زیاتې شوې، چې پکې ۲۷۵ تنه ووژل شول.

قرغزي چارواکو په دغه هېواد کې وروسته له هغه چې د قرغز او ازبکو ترمنځ اړدوړ رامنځ ته شو، د تېرې شنبې په ورځ ګرځبنديز اعلان کړ.

ورته مطالب