امريکا 10 تنه روسیې ته د جاسوسۍ په تور ونيول

.
Image caption د تورنو کسانو په اړه به د محکمې دویمه ناسته د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ جوړه شي او بیا به د راتلونکې جولای میاشتې پر ۲۷ هم محاکمې ته وړاندې شي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې لس تنه روسیې ته د جاسوسۍ په تور نيول شوي دي.

امريکايي چارواکو ويلي له دغو کسانو يې پنځه د نيويارک يوې محکمې ته حاضر کړي، چې د بند موده یې غځول شوې ده.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي دغه تورن کسان د تېرې يکشنبې په نيويارک، بوسټن، نيو جرسي او ویرجينيا ایالتونو کې ونيول شول.

سرچينه زياتوي چې يو تن لاهم تری تم دی، چې پوليس يې د نيولو هڅه کوي.

د سپينې ماڼۍ يوه ويناپاڼه کاږي چې له نيول شوو اته کسان د دوی په وينا " په اوږدمهاله جاسوسي فعالیتونو بوخت ول"، چې یو شمېرې يې لان د ۹۰مې لسيزې له پيل راهيسې په امريکا کې مېشت ول.

ويناپاڼه زياتوي چې نیول شوو کسانو ته د روسي استخباراتي شبکې لخوا روزنه ورکړل شوې ده.

ښايي پر نيول شوو کسانو تر ۲۵ کلونو پورې د بند سزا وخېژي.

د نیويارک د محکمې قاضي جيمې کوات په رسمي توګه سينثيا ، ريچارډ مورفي، خوان لازارو ، فيلي بيليز او انا تشابمن په جاسوسي فعالیتونو تورن کړل.

نوموړي په ضمانت سره د دغو کسانو د خوشي کولو وړانديز رد کړ.

په نيول شوو کې امريکايان او کاناډايان هم شته.

Image caption د امریکا د عدلیې وزارت وايي تورن کسان په امریکا کې په بېلابېلو دندو بوخت ول، چې ګني څوک د جاسوسۍ شک پرې ونه کړي.

د اناتشبمان په نامه د نیول شوي تورن مدافع وکیل رابرټ پاوم رسنیو ته ویلي چې موکل يې روسی وګړی دی، چې اته ویشت کاله عمر لري.

نوموړی زیاتوي چې هغه امریکا ته لږ موده وړاندې راغلې وه، چې هلته يې یو شرکت پرانیستی دی.

امریکايي چارواکو ویلي چې دغو کسانو د امریکا د اتومي وسلو په اړه مالومات راټولول او د استخباراتي ادارې – سي آی اې په اړه یې روسي استخباراتو ته مالومات ورکول.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي تورن کسان په امریکا کې په بېلابېلو دندو بوخت ول، چې ګني څوک د جاسوسۍ شک پرې ونه کړي.

روسي دريځ

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف اسراييل ته د خپل سفر پرمهال ويلي واشنګټن مسکو ته داسې ثبوتونه نه دي وړاندې کړي، چې دغه کسان تورن دي.

نوموړي ويلي مسکو هیله من دی چې په دې اړه د واشنګټن څرګندونې واوري.

د تورنو کسانو په اړه به د محکمې دویمه ناسته د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ جوړه شي او بیا به د راتلونکې جولای میاشتې پر ۲۷ هم محاکمې ته وړاندې شي.

د بي بي سي خبرياله کیم غطاس وايي دا چار د سړې جګړې د ورځو د جاسوسۍ فعالیتونو ته ورته ده، خو د يوویشتمې پېړۍ له ټيکنالوجۍ سره.

سیاسي شنونکي د دغو تورنو نیول کېدل په ناڅاپي توګه دي، او په دې وروستیو کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکي ښه شوي ول.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې روسي ولسمشر ديميتري ميدويدف له امريکايي سيال بارک اوباما سره په سپينه ماڼۍ کې پر يوه دسترخوان غرمنۍ وخوړله.