جنرال مکرېسـټل له پوځي دندې نه لاس په سر کیږي

مکریسټل او بارک اوباما
Image caption ولسمشر بارک اوباما تیره اوونۍ جنرال سټنلي مکریسټل له دندې ګوښه کړ.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو مخکني عمومي قوماندان او د پوځ څلور ستوریز جنرال سټېنلي مکریسټل، چې تیره اوونۍ د ولسمشر بارک اوبا لخوا له دندې ګوښه کړل شو، غواړي چې پوځ پریږدي.

خو دا خبره تراوسه په بشپړه توګه څرګنده نه ده، چې نوموړی به پرخپل موقف پاتې شي او یا به هم دنده پریږدي.

نوموړی وروسته له هغې ګوښه کړل شو چې د رولنګ سټون مجلې سره د مرکې پرسر پرې ګڼې نیوکې وشوې.

په دې مجله کې له ښاغلي مکریسټل نه داسې خبرې نقل شوې وې، چې په ترڅ کې یې پر ولسمشر اوباما او د هغه د ادارې پر ځینو نورو لوړ پوړ چارواکو ملنډې وهل شوې وې.

ولسمشر اوباما په عراق کې د امریکایي پوځونو پخوانۍ قوماندان جنرال ډیویډ پټریوس د ښاغلي مکریسټل پرځای ټاکلی دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې جنرال مکرېسټل به کله په رسمي توګه په پوځ کې خپل دنده پریږدي، ځکه دا بهیر څو میاشتو وخت اړتیا لري.

د افغانستان او عراق د جګړې عمومي قومندان جنرال پيټرياس به د سه شنبې د سهار پر نهه نيمي بجې چې په افغانستان کې به ماښام به وي، د امريکا مشرانو جرګې ته په افغانستان کې د جګړې د عمومي قومندان د دندې د تاييد په نيت حاضر شي او د کانګرس د غړو پوښتنو ته به ځوابونه ووايي.

ځيني فکر کوي چې د افغانستان د جګړې د ځواب شوي قومندان جنرال سټېنلي مکرېسټل په څېر به ښايي جنرال پيتریاس هم له سختو پوښتنو سره مخامخ شي.

ورته مطالب