ماويست ياغیانو ۲۶ هندي پوليس وژلي

ماويست ياغیان
Image caption ماويست ياغیان وايي چې دوی د هغو بېوزله کلیوالو خلکو د حقونو لپاره جنګېږي، چې هندي حکومت له څو لسيزو راهیسې له حقه حقونو بې برخې کړي دي.

په هند کې ماویست ياغیانو پر هندي پوليسو بريد کړی، چې لږترلږه ۲۶ پوليس يې وژلي دي .

بريد د چھتیس گڑھ ایالت په مرکز کې شوی دي.

هندي پوليسو ویلي چې وژل شوي پوليس د پارلماني مرکزي څارنې د خاصو پوليسو ځواکونه ول.

د ماويستانو له بریده دوه پوليس ژغول شوي، چې اوس هندي پوليس د مرګ ژوبلې په اړه پلټنې کوي.

په تېره مۍ مياشت کې هم ماويست ياغیانو تر ۱۴۵ ډېر پولیس هغه مهال ووژل، چې په لوېديځ بنګال کې ماويست یاغیانو د اورګاډي پټلۍ له منځه يووړه او د پوځيانو اورګاډی واوښت.

ماويست ياغیان وايي چې دوی د هغو بېوزله کلیوالو خلکو د حقونو لپاره جنګېږي، چې هندي حکومت له څو لسيزو راهیسې له حقه حقونو بې برخې کړي دي.

د هند لومړي وزير منموهن سينګهـ ماويست ياغيان هند ته تر ټولو لوی کورنی سرخوږی او ګواښ دی.

هندي چارواکو ويلي په دې وروستي برید کې وژل شوي پوليس د يوې لارې تر پاکولو وروسته خپل مېشتځي ته د ستنېدا په حال کې وو، چې بريد پرې وشو.

Image caption ماويست ياغيان وايي چې د لوېديځ بنګال د بې وزله خلکو د حقونو لپاره جنګېږي.

په چھتیس گڑھ کې د ماويست ضد عملیاتو مشر رام هیواس اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي وژلو شوو سرتېرو ته په ډهوډۍ سيمه کې ګڼو ماويست یاغیانو کمين نیولی و .

په تېره مۍ مياشت کې هم ماویستانو په چھتیس گڑھ کې د سړک غاړې ماین خښ کړی و، چې د هغوی يو بس موټر يې بشپړ ویجاړ کړ او تر ۳۰ ډېر خلک پکې ووژل شول، چې ګڼ يې د ماویست ولسي وګړي ول.

د ماويست ياغیانو پرضد دا مهال هند په پنځو ايالتونو، لوېديځ بنګال، جهارخاند، بیهار، اوریسا او چھتیس گڑھ کې ۵۰۰۰۰ پوځيان ګمارلي، چې هغوی سرکوبه کړي.

هندي وزیرانو په نوي ډيلي کې منلې، چې د یاغیانو د جرړو ایستلو لپاره باید کلکه مبارزه وشي.

ورته مطالب