په امريکا کې الوتونکی موټر جوړېږي

Image caption دشرکت په وينا دغه موټر به هم پر سړک تلای شي او هم به الوتلای شي.

کله مو د داسې يو موټر په اړه فکر کړی چې وکولای شي والوځي؟ که داسې کوم سوچ مو کړی وي نو په دې اړه په امريکا کې يو ښه خبر شته.

يوه شرکت په خپلې ځانګړې څانګه کې د هوايي چلند د چارواکو له قوله ويلي چې دوی هوا ته الوتونکي موټر جوړوي.

دا د تخنيک په برخه کې يو ستر بدلون دی، دا موټر سپين رنګ لري او مخه يې د حباب يا د اوبو د ځک په شان ده چې د شا له ټايرونو حرکت کوي.

دغه کوچنی موټر به د سړک پر سر په يوه ساعت کې سل کيلو متره لار وهي، او په څنګ کې وزرونه لري.

خو په هوا کې به ، په ساعت کې يو سل او شپېته کيلومتره لار وهي.

ددغه موټر د جوړونکې کمپنۍ يوه کارکونکې انا ديتريچ په دې اړه وايي:

((کمپنۍ وايي دا موټر چې ډېزاين شوی يواځې له هوايي ډګر څخه الوتلی شي. خو د کمپنۍ د هوايي چارواکو وروستی تصميم دا دی چې د بدلون لپاره بايد د دوی قوانين په پام کې ونيول شي.

او خلکو ته يې د پيلوټۍ له جواز پرته په واک کې ورکړي.))

ددې موټر جوړونکي وايي دوی به په ځمکه او هوا کې ددې موټر د خونديتوب لپاره وسايل پکې ځای پر ځای کړي.

دوی دغه راز وايي ددې موټر جوړل دومره ګران نه پريوزي، او د چلولو لپاره به يې يواځې شل درسي ساعتونو زده کړې ته اړتيا وي .

خو دا موټر دومره ارزانه هم ندی، هر يو يې شاوخوا دوه سوه زره ډالره بيه لري او که څوک غواړي چې دا شان موټر واخلي نو لږ تر لږه بايد اتلس مياشتې انتظار وکړي.