جنرال پيترياس غواړي د بهرنيو ځواکونو مرگ ژوبله کمه شي

جنرال پيتروياس
Image caption جنرال پيتروياس به د يکشنبې په ورځ رسمآ خپله دنده خپلوي

کابل ته له رسيدو وړاندې جنرال پټريوس ژمنه کړې د هوايي عملياتو په گډون به ځينې تکتيکي عمليات له سره ارزوي.

افغان چارواکي تل وايي چې په هوايي بريدونو کې ډير کله ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوړي .

د ملکي وگړو تلفاتو د ولسمشر کرزي او د دۀ د بهرنيو ملاتړو ترمنځ د اړيکو په ترينگلتيا کې ونډه لرلې ده .

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مخکينى قومندان جنرال مکريستل د افغان حکومت له لورې په دې ستايل شوى و چې گواکې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په مخنيوي کې يې هڅې گړندۍ کړې وې .

خو په افغانستان کې د ناتو ځواکونو نوى قومندان جنرال پټريوس غواړي چې د افغان ملکي وگړو د وژنې د مخنيوي تر څنگ د خپلو سرتيرو تلفات هم کم کړي .

دۀ ويلي چې پر هغو عملياتو به له سره بيا کتنه کوي چې پکې گڼ شمير بهرني عسکر وژل کيږي.

د بهرنيو سرتيرو تلفات

له ٢٠٠١ کال راهيسې په افغانستان کې ١٨٠٠ بهرني سرتيري وژل شوي دي چې تر نيمايي ډير يې امريکاييان دي.

امريکايي چارواکي په دې باور دي چې جنرال پټريوس به وکړاى شي په افغانستان کې د القاعدې او طالبانو پر وړاندې مبارزې کې ښيې لاسته راوړنې ولري.

د ښو لاسته راوړنو سپيناوى نه دى شوى . خو کابل ته د ناټو د نوي ټاکل شوي قومندان له را رسيدو سره سم په کندز او کندهار ولايتونو کې ځانمرگي بريدونه شوي چې له امله يې مرگ ژوبله هم پېښه شوې ده .

دغو بريدونو هم ملکي وگړي وژلي او هم يې بهرنيانو ته د سر تاوان اړولى دى .

ورته مطالب