روسيه: د لوېديځ او طالبانو خبرو اندېښمن کړي يو

Image caption دا لومړی ځل دی چې روسيه په رسمي ډول د افغان حکومت، لوېديځ او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په اړه اندېښنه ښيي.

دافغانستان حکومت د خپلو نړيوالو ملګرو په ملاتړ هڅه کوي له طالبانوسره د خبرو اترو لارې پرانيزي.

خوروسيې پرون خبرداری ورکړ چې لوېديځ بايد له طالبانو سره د نژدې کېدو هڅه ونه کړي.

روسيه وايي داسې هڅې به له طالبانوسره مرسته وکړي چې په افغانستان کې بېرته واک ترلاسه کړي.

دروسيې دبهرنيو چارو وزارت وياند اندرې نسترنکو وويل هېواديې د افغانستان د هغو هڅو په اړه اندېښمن دی چې له ځينولوېديزو هېوادونو سره يو ځای يې له طالبانو سره د خبرو اترو او سولې لپاره کوي.

د روسيې د بهرنيوچارو وياند زياتوي عادي ژوند ته د طالبانود عادي کسانو ورګرځېدل بايد په دې مانا نه وي چې د طالبانو غورځنګ دې را ژوندی کړای شي.

هغه زياته کړه دې ته بايداجازه ورنه کړل شي هغه ترهګرې مفکورې چې طالبان يې تبليغوي په سيمه کې د خلکو لپاره د منلو وړ وي.

د نوموړي په ګومان دا ډول فکر کولی شي په افغانستان کې د طالبانو رژيم بيرته واک ته ورسوي.

د طالبانو دريځ

طالبان بيا وايي له دې سره سره چې امريکايي او بريتايايي جنرال له دوی سره خبرې غواړي خو له افغان حکومت او په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو سره خبرو ته لېوالتيا نه لري.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د يوه بل کس په واسطه بي بي سي ته وويل چې دوی په جګړه کې برلاسي دي او پر ګټلو يې ډاډه دي.

دی وايي طالبان هغو نښو نښانو نور هم زړه ور کړي چې امريکا او د ټلوالې ملګري يې له افغانستان څخه د وتو خبرې کوي.

د بي بي سي د نړيوالو چارو ايډيټر وايي دا ډول څرګندونې ښايي تبليغاتي بڼه ولري، خو زيات افغانان په دې فکر دي چې بهرني ځواکونه وارخطا دي او جګړه بايلي.

وړمه ورځ په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي نومول شوي قوماندان جنرال ډېوېډ پټريس په راتلونکو څو مياشتو کې په دغه هېواد کې د سخت تاوتريخوالي خبرداری ورکړ.

جنرال پټريس د امريکا سناته د وينا پر مهال د يوې پوښتنې د ځواب په ترڅ کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د روغې جوړې لپاره محتاطانه خوشبيني وښوده .

هغه وويل: (( که دغسې يوه موافقه شونې وي نو زه فکر کوم چې دغې موافقې ته رسېدل څو فکټورونه غواړي چې هغه به د دوبي په اوږدو کې وکتل شي .

د بېلګې په ډول طالبانو ته دا احساس پيدا کېدل چې د جګړې په ډګر کې به ماتې خوري او د نورو لارو چارو لټه به کوي.

موږ وار له مخې ليدلي چې د منځنۍ او ټيټې کچې طالب مشرانو د سولې غږ پورته کړی خو دا چې جګپوړي طالبان به هغو روښانه شرطونو ته چې افغان حکومت ورته ايښي غاړه کېږدي او کنه دا اوس هم يوه پوښتنه ده. ))

افغان حکومت هم په وار وار ويلي چې له طالبانو سره روغه جوړه غواړي خو هر ځلي طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده .