افغان محکمې برتانوى کس له فساده سپين وبالۀ

ویلیام شاوو
Image caption د برتانیا د پوځ پخوانى سرتیری ویلیام شاوو او د هغه افغان ژباړونکی څومیاشتې وړاندې یوه افغان افسر ته د 25 زرو امریکایي ډالرو د رشوت په تور نیول شوی و.

په افغانستان کې یوې محکمې د برتانیا د پوځ یو پخوانى سرتیری ویلیام شاوو چې د رشوت ورکولو په تور په دوه کاله بند محکوم شوی و، تبریه کړی دی.

د استیناف محکمې د نوموړي افغان ملګری په اتو میاشتو بند محکوم کړی، خو د ده په اړه یې ویلي داسې اسناد محکمې ته په ګوته نه دي ورغلي چې پر بنست یې ویلیام شاوو تورن شي.

دغه پخواني برتانوي سرتیري په هغه امنیتي شرکت کې کار کاوه چې په افغانستان کې د بهرنیو سفارتخانو د ساتلو دنده لري.

د برتانیا د پوځ پخوانى سرتیری ویلیام شاوو او د هغه افغان ژباړونکی څومیاشتې وړاندې یوه افغان افسر ته د 25 زرو امریکایي ډالرو د رشوت په تور نیول شوی و.

هغوی له ادعاو سره سم د دغو پیسو په بدل کې غوښتل چې دوه زره موټر چې د اسنادو په ثبت او راجستر کې یې ستونزې وې راخوشي کړي.

لومړنۍ محکمې هغه ته د دوه کاله بند سزا اورولې وه، خو استیناف محکمې هغه له دې امله سپین ګڼلی چې وایي په اړه یې کافي اسناد او شواهد په ګوتو نه دي ورغلي.

خو محکمې د نوموړي افغان ملګري ته د 25 زرو ډالرو د ترلاسه کولو په تور د اته میاشتې بند سزا ورکړې ده او په دې تړاو یې د دوو نورو افغانانو د نیولو حکم هم صادر کړی دی.

په کابل کې د برتانیا سفارت د دې پریکړې هرکلی کړی او هغه یې یو ښه خبر بللی دی.

پر افغان حکومت د نړيوالې ټولنې يوه لويه نيوکه دا ده چې اداري فساد پکې عام دى. يوشمير بهرنيو هيوادونو او په ځانگړې توگه د افغانستان لوى ملاتړی هیواد امريکا، په بيا بيا له افغان حکومته غوښتي چې د فساد مخه ونيسي.

تر دې وړاندې افغان حکومت ویلي و چې د افغانستان په اداري فساد کې ٨٠ سلنه نړيواله ټولنه ښکيله ده او په وینا یې په دغه هيواد کې يې د اداري فساد پراخېدو ته لمن وهلې ده.

خپله پر افغان حکومت بيا تل دا نيوکه کيږي چې د ادعاو له مخې زورور او د وس خلک نه محاکمه کوي .

ورته مطالب