جو بايډن عراق ته د سیاسي بحران د حل لپاره تللی دی

جو بايډن په عراق کې
Image caption سپنې ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې ويلي چې ښاغلی بایډن به له یو شمېر عراق چارواکو، په ځانګړې توګه له جلال طالباني، نوري المالکي، او مخکني لومړي وزير ایاد علاوي او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي آد میلکرت سره هم وګوري.

د امریکا مرستیال ولسمشر جو بايډن داسې مهال عراق ته تلل چې په دغه هېواد کې د امریکا جنګي موده پای ته رسېدونکې ده.

د پارلمان ټاکنې د ثبات اوامنیت د ټینګښت په لاره کې یوګام وخو دایتلاف خبرې اترې ناکامې شوې اوشاعلی بایدن تمه کوي چې راټوکیدلي بحران ته دحل لاره ومومي.

جو بايډن به له عراقي چارواکو د حکومت د تشکیل په تړاو خبرې وکړي.

په عراق کې څلور میاشتې وړاندې پارلماني ټاکنې وشوې، خو لا تراوسه کوم ټينګ حکومت نه دی رامنځ ته شوی.

ګڼ عراقي چارواکي په دې اند دي چې هلته په سياست کې درز رامنځ ته شوی او د دغه هېواد لومړی وزير له ګڼو قومي توپيرونو سربېره ډېر صلاحیتونه لري.

له تېرې جنورې راهيسې دا عراق ته د ښاغلي بايډن دویم سفر دی.

نوموړي داسې مهال عراق ته سفر کړی، چې د دغه هېواد پلازمېنې بغداد ته د امریکا د کانګرس یو پلاوی هم رسېدلی دی.

بایډن عراق ته داسې مهال سفر کړی، چې په دغه هېواد کې د امریکا جنګي ستراتيژي تر يوې میاشتې پورې پای ته رسېږي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اګست میاشتې تر پایه به له دغه هېواده امريکايي ځواکونه ووځي.

دا مهال په عراق کې ۷۷ زره امريکايي پوځيان مېشت دي .

سپينې ماڼۍ ويلي ښاغلی بايډن به له عراق سره د امریکا پر اوږدمهاله مرستندویه ژمنو ټينګار وکړي .

بايډن ټينګار کړی چې په عراق کې له امریکايي عسکرو سره د امریکا ملي ورځ ولمانځي.

سپنې ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې ويلي چې ښاغلی بایډن به له یو شمېر عراق چارواکو، په ځانګړې توګه له جلال طالباني، نوري المالکي، او مخکني لومړي وزير ایاد علاوي او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي آد میلکرت سره هم وګوري.

ورته مطالب