د پولنډ د ولسمشرۍ ټاکنې برانسلاو کوموروفسکي وګټلې

ليخ کاچینسکي
Image caption لیخ کاچینسکي په تېر اپرېل میاشت کې د الوتکې په يوه پېښه کې ووژل شو.

د پولند دولسمشرۍ په ټاکنو کې د واکمن ګوند کاندید بری ګټلی دی.

وروستۍ شمیرې ښيي چې برانسلاو کوموروفسکي په سلوکې ۵۳ او د هغه سیال محافضه کار یروسلاف کاچینسکي په سلو کې ۴۷ رایې خپلې کړې دي.

ښاغلي کاچينسکي خپله ماتې منلې ده.

ټاکنې دښاغلی کاچینسکی دورورو، پخواني ولسمشرترمرګ وروسته وشوې چې دالوتکې په ټکرکې ووژل شو.

ټاکل شوې ده چې د ټاکنو وروستۍ پايلې به د دوشنبې په ورځ (د جون پنځمه) اعلان شي .

ښاغلی کاچینسکي د مخالف ښي اړخي قانون او عدالت ګوند مشر دی.

Image caption ښاغلي چاچينسکي خپله ماتې منلې ده.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ کوم يوه کاندند ۵۰ سلنه رايې ونه ګټلې، چې ټاکنې دویم پړاو ته وځنډېدې.

ښاغلی کاچینسکي د پولنډ د مخکني ولسمشر لیخ کاچینسکي ورور و، چې په تېر اپرېل میاشت کې د الوتکې په يوه پېښه کې روسيې ته د کاتین د ناورین په ياد غونډه کې د ګډون لپاره د سفر پرمهال له ۹۵ کسانو سره ووژل شو.

د پولنډ په پلازمېنه وارسو کې د بي بي سي خبريلال وايي د ښاغلي کوموروفیسکي بری په دې مانا دی چې په دغه هېواد کې به سياسي ټیکاو رامنځ ته شي؛ دا ځکه چې ټاکل شوی ولسمشر او لومړی وزير دواړه د یوه ګوند غړي دي .

ښاغلی کوموروفیسکي او واکمن ګوند یې غواړي د پولنډ اقتصاد او ودې ته پام وکړي.

ورته مطالب